اسلام آباد ۔ 27 مارچ (اے پی پی) پاکستان كښې د بېلاروس سفیر آندری ایرمولووچ وئيلي دي د پاكستان حكومت بېلاروس سره دوه اړخيزه تجارتي اړيكو ته خاص پاملرنه كوي۔ د كركيلې ٬ سائنس او فارما سوټيكل په شمول بېلو څانګو كښې كار روان دې۔ د نړۍ تر ټولو نوموړې كمپنۍ بېلاز پاكستان كښې د كان كندۍ څانګه كښې كارېدونكې درنه مشينري لګولې ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده چراټ سېمنټ فېکټرۍ كښې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د بېلاروس اولس مشر وزيراعظم عمران خان ته د خپل هېواد دورې كولو بلنه وركړې ده او هيله ده چې هغه به د روان كال تر پايې بېلاروس ته لاړ شي چې ورسره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شي۔ په دې مهال د غلام فاروق ګروپ ډائرېکټر شهریار فاروق، د ګریو پاکستان سی ای او عامر رضا او د بیلاز ډپټی ډائریکټر مېنجمنټ ویسلی شوستاک هم موجود وو۔ د ګریو پاکستان سی ای او عامر رضا دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل پاکستان كښې د بېلاز كمپنۍ هېوي مشينري ګریوز کمپنی لانچ كوي چې ورسره به هېواد كښې د مائينګ څانګه كښې جدت رامخې ته شي او دا مشينرۍ به هېواد كښې د مائنګ څانګه كښې نورو كمپنيو ته هم وركولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Two Sikhs shot dead in Peshawar
-
President felicitates Muhammad bin Zayed on his election
-
Badar Shahbaz appointed social media focal person to Punjab CM
-
President felicitates Muhammad bin Zayed on his election
-
Two Sikhs shot dead in Peshawar
-
Pakistan reports third polio case of year from North Waziristan
-
Imran wanted to derail democracy: Senator
-
PM sets up task force on climate change amid heatwave, glacier melting
-
PM sets up task force on climate change amid heatwave, glacier melting
-
FM to attend meeting on global food security in New York
-
Balochistan CM decries uncontrolled forest fire in Musakhel
-
Balochistan CM decries uncontrolled forest fire in Musakhel