اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د غريبۍ ختمولو او سماجي فلاحي پروژو د لارې د پاكستان اولس لپاره امن او خوشحالي د حكومت تږ لاره ده٬د هندي جنګي جنون سره د سيمې امن ته خطر پیښ دے ۔ده دا خبرې د اردن شاه عبدالله دوئم سره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د جمعې پھ ورځ وزيراعظم عمران خان سره ټېلفوني تماس نيولې او د پاكستان او هند ترمينځه تاؤ تريخوالي كښې په زياتوالي ئې د اندېښنې څرګندونه كړې ۔ده وزيراعظم ته د سخت صورتحال مخ نيوي په حقله په ښه خطاب مباركي وركړه۔ده د تاؤ تريخوالي كمولو لپاره د اردن د ثالثۍ وړاندېز هم وكړو۔وزيراعظم عمران خان د اردن شاه عبدالله دوئم د دواړو هېوادونو او د سيمې اولس په خاطر د پاكستان او هند ترمينځه امن په ځاې ساتلو له د خپلو اقداماتو په اړه خبر كړو۔ده د دې خبرې پخلې وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه كشمير بنيادي مسئله ده د كومې چې د ملګرو ملتونو قراراردونو له مخې حل كولو ته اړتيا ده۔وزيراعظم عمران خان د ثالثۍ په وړاندېز د شاه عبدالله مننه وكړه۔ده شاه عبدالله دوئم له د پاكستان دورې بلنه هم وركړه
متعلقہ مضامین
-
President files reference in SC seeking opinion on Article 63-A
-
SKMCH launches Zakat Campaign for 2022
-
SME Finance Mela on 24th at LCCI
-
OIC FMs to meet in Islamabad tomorrow as Pakistan hosts 48th session
-
Pakistan highly values its partnership with IsDB: PM
-
Progress in health, education sectors unmatched, says PM
-
APHC hopes OIC moot will become voice of Kashmir
-
IHC adjourns Avenfield case till May 12
-
Preparations to celebrate Pakistan Day in full swing
-
Two PTI MPAs booked for rioting outside Vankwani’s house
-
Sole agenda of opposition to create political anarchy in country: CM
-
OIC CFM: Federal Ministers, parliamentarians arrive at NA Hall