اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د خزانې وزير اسد عمر وئېلي دي نوي پاكستان جوړېږي٬د هېواد معيشت به ډېر زر نور هم ښه شي٬ديانتداره ټېكس وركوونكې د پاكستان ستنې دي ٬ټېكس په كوم هم هېواد كښې د حكومت چارې چلولو له لويې اهميت لري٬په پاكستان كښې د ټېكس فائلر شمېره 17 لكه ده٬د كومو چې د هېواد په معيشت كښې په كردار مننه كوو٬د فائلر شمېره زياتولو ته اړتيا ده٬د ټېكس وركوونكو لپاره به آسانۍ پېدا كولې شي۔ده د شورو په ورځ د وړومبي صف ټېكس وركوونكو له د تعريفي اسناد وركولو دستورې ته خطاب كولو۔پھ دې موقع د ريونيو دوهم وزير حماد اظهر هم خطاب وكړو۔ده ووئيل د اېف بي آر قوانين او ټېكس فارم په انګريزۍ ژبه كښې كړكېچن هم دې كوم به چې د عامو وګړو لپاره آسانول وي۔د خزانې وزير ووئيل د ټېكس غلو نيول مشكل نه دي٬د لائف سټائل څخه د هغوي معلومات ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئېل كه لويې غلا ونيولې شول نو نور وګړي به په خپله د ټېكس وركول پېل كړي۔ده ووئيل دا د ټېكس وركوونكو حق دے چې د هغوي روپۍ د هېواد ښېګړی لپاره خرڅ كړې شي۔ده ووئيل د پاكستان بدلېږي او اوس دا بدلون نړۍ ته ښكاري او د دې لويې ثبوت دا دے چې بهرني سرمايه كار هم د پاكستان پلو ګوري۔په دې موقع د ريونيو دوهم وزير حماد اظهر ووئيل د ټېكس نېټ پراختيا د معاشي نمو لپاره مهمه ده٬په هېواد كښې د فائلرز شمېره كښې 34 فيصده زياتوالې رېكارډ شوې۔ده ووئيل حكومت د ټېكس نظام كښې خرابو لرې كولو او هغه د ټېكس وركوونكو لپاره آسانولو له اقدامات كوي۔ده ووئيل د ټېكس پالېسۍ او انتظامي چارې جلا كولو به ګتورې نتيجې راوځي۔په دې موقع وزيراعظم د پاكستان د وړومبي صف ټېكس وركوونكو له تاريخي اسناد هم وركړل
متعلقہ مضامین
-
Pakistan strongly condemns use of tear gas against worshippers in Al-Aqsa mosque
-
Three soldiers martyred in attack from Afghanistan: ISPR
-
LHC asks Alvi to name rep to administer oath
-
Balochistan CM briefs PM Shehbaz
-
LHC asks Alvi to name rep to administer oath
-
IMF talks: Miftah Ismail hints of expected rise in petroleum prices
-
CM denounces cross border attack from Afghanistan
-
CM removes DC, DHO, AC of Dadu over fire incident
-
First solar eclipse of year 2022 not to be visible from Pakistan
-
ANP to hold meeting of its organizational bodies
-
CM removes DC, DHO, AC of Dadu over fire incident
-
ANP to hold meeting of its organizational bodies