پینډۍ 31 جنوری(اے پی پی) پاكستان په كمه فاصله د زمكې نه په زمكه د وېشتل كونكې د يو بل نصر بېلسټك مېزائل كاميابه تجربه كړې ٬نصر مېزائل بغېر د نشاندهۍ نه د هدف په نښه كولو صلاحيت لري٬د مېزائل تجربه د ګاونډي هېواد مېزائل سسټم په نظر كښې ساتلو سره شوې۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر)له مخې د نصر بېلسټك مېزائل كاميابه تجربه د آرمي سټراټېجك فورسز د كمانډ ټريننګ مشق برخه ده كوم چې د 24م جنورۍ 28 او 31 جنورۍ په سينګل شوټ محيط دے۔د دې مشق د دوهم پړاؤ مقصد د بامقصده پروازونو صلاحيتونو٬د دښمن تر سيمې د رسنې صلاحيت او د انفراسټركچر منيجمنټ جاج اخستل دي٬د نصر بېلسټك مېزائل د تجربې په دستوره كښې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيات٬د سټراټېجك فورسز كمانډ ډائرېكټر جنرل٬د نيسكام چيئرمېن٬د آرمي سټراټېجك فورسز افسرانو٬سائنسدانانو او انجينئرانو ګډون وكړو۔د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيات٬د پاكستان دفاع ناقابل تسخير كولو لپاره او په ځانګړی كاميابۍ ترلاسه كولو د انجينئرانو٬ځوانانو او سيائنسدانانو ستائنه وكړه۔ده د ټولو اړوندو كسانو د وظيفائي كاميابو او هڅو ستائنه وكړه كومو سره چې د وسلو كامياب نظام پېل كول ممكن شوي۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي٬وزيراعظم عمران خان او سروسز چيف په پياوړې كاميابۍ ترلاسه كولو سائنسدانانو٬انجينئرانو او نورو ځوانانو له مباركي وركړې ده ۔
متعلقہ مضامین
-
Govt taking measures to tackle climate challenges: minister
-
Balochistan govt establishes high level body for recruitments
-
Australian envoy calls on Ismail
-
IGP takes notice of death by kite string
-
Education best investment for future of country: Italian envoy
-
Australian envoy calls on Ismail
-
Kamyab Jawan Programme targets being achieved: Khawar
-
Education best investment for future of country: Italian envoy
-
“Bandits, stooges, rats”
-
Aleem Khan, Nawaz Sharif ‘discuss politics in London’
-
Man injures in road mishap
-
Man injures in road mishap