اسلام آباد ۔یکم دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د تحریک انصاف حکومت ماحولیاتو ته خاص پاملرنه كوي۔ ماحول او اوبه دواړه حكومت لپاره ډېر مهم دي۔ ده د خالي په ورځ شاليمار كركټ ګراؤنډ كښې ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل زه خپله د پارلېمنټرين الېون برخه ووم۔ په دغه لوبډله كښې حكومتي وزيران علی زیدی، شهریار آفریدی، د اسمبلۍ غړو علی اعوان، شېخ راشد شفیق، دوهم سپيكر سوري سره سره حامد مير ٬ كاشف عباسي ٬ ذیشان نقوی، عاصم رضا او محمد مالک شامل وو۔ په پي سي بي الېون كښې ذاکر خان، شعېب اختر، عمر ګل او د زلفی بخاری په شمول نور ښكاره لوبغاړي وو۔ ددې دوستانه مېچ اهتمام د اطلاعاتو وزارت او مارګله ټېنس وكركټ كلب لخوا شوې وو چې مقصد ئې د وزیراعظم و چیف جسټس دیامیر، بھاشا و مهمند بند فنډ له پېسې جمع كول وو۔ ميډيا سره د خبرو په مهال كله چې د اطلاعاتو وزير ته ووئيلې شوو چې د پارلېمنټرين او ميډيا اېنكرز ترمينځھ بايد يو مېچ كېښودلې شي نو په دې چوهدري فواد حسېن ووئيل ميډيا اېنكرز سره خو روزانه مېچ كېږي۔ ده ووئيل راروان مېچ به د كابينې او اپوزيشن ترمينځھ وي۔ كله چې ده نه دا پوښتنه وشوه چې كه ده ته بېټنګ وركړې شي نو دې به څه كوي۔ ده ووئيل تباهي به خپره كړم او اپوزيشن ته ټوله غصه به دلته سړه كړم۔ ده ووئيل كه چيف جسټس دلته وې نو هغه ته به مو هم بلنه وركړې وه۔ په دې مهال دوهم سپيكر قاسم سوري ووئيل دا نن ايونټ ډېر ښه او زبردست دے۔ ډېره موده پس كركټ كوم۔ بلخوا داخله وزير شهريار آفريدي هم ايونټ يو غوره هڅه وګرځوله
متعلقہ مضامین
-
Covid-19 claims one more life in Sindh
-
Girl dies, three injured in Quetta gas leakage explosion
-
Covid-19 claims one more life in Sindh
-
LHC dismisses plea for ban on PUBG
-
Girl dies, three injured in Quetta gas leakage explosion
-
Pakistan, KSA for further strengthening of bilateral cooperation
-
Pakistan reaffirms full support to Saudi Arabia’s sovereignty
-
HEC abolishes endorsement requirement for TTS
-
HEC abolishes endorsement requirement for TTS
-
Karachi parks, playgrounds to be evacuated from land mafia: administrator
-
Pakistan values historical and brotherly relations with KSA: COAS
-
Court orders demolition of Al-Jannat Residency in Karachi