بيجنګ02 نومبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې د ايشين انفراسټركچر انويسټمنټ بانك د يو باني غړي په حېث پاكستان د بانك د مشن بشپړ ملاتړ كوي٬بانك سره خپله مرسته قوي كول غواړو٬اوسنې حكومت اقتصادي بحالۍ او اداره جاتي اصلاحاتو ته ترجيح وركړې۔ده دا خبرې د اېشين انفراسټركچر انويسټمنټ بانك صدر جن لي چن سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې ده سره د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔وزيراعظم ووئيل چې اے آئي آئي بي په كال 2016م كښې د جوړیدو نه پس په لنډه موده كښې ښې نتيجې ترلاسه كړی دي او پاكستان كښې پروژو ته سرمايه وركوي٬پاكستان بانك سره خپلې مرستې ته تقويت وركول غواړي۔وزيراعظم د بانك صدر ته ووئيل چې د ده حكومت اقتصادي بحالۍ او اداره جاتي اصلاحاتو ته ترجيح وركړی٬حكومت د غربت كمولو هر ډول ممكنه هڅې كوي۔وزيراعظم ووئيل چې په پاكستان كښې د برېښنا پېداوار٬ټرانسمېشن٬ټرانسپورټ او د اوبو په څانګو كښې د مرستې زياتې موقعې موجود دي۔ده په دې څانګو كښې پروژې لټولو لپاره د بانك هركلے وكړو۔د اے آئي آئي بي صدر ووئيل چې د ده اداره په پاكستان كښې د پروژو مرستې لپاره پوخ عزم لري۔اے آئي آئي بي د سپيځلتيا٬خپلواكه او د احتساب د شريكو اصولو پيروي كولو سره د پروژو پروپوزلز جاج اخستلو لپاره پاكستان سره په تماس كښې دې او د پاكستان په اقتصادي پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كولو ته په انتظار دې۔روانو پروژو لپاره د پيسو وركولو عمل په ګړندې كولو
متعلقہ مضامین
-
Snowfall: Tourists advised to strictly obey traffic rules
-
PSX stays bullish for third consecutive day, gains 444 points
-
PSX stays bullish for third consecutive day, gains 444 points
-
PM expresses solidarity with UAE after attempted Houthi attack
-
PM expresses solidarity with UAE after attempted Houthi attack
-
Robber killed, another arrested in Karachi encounters
-
Fungal conversion of chicken-feather waste into useful products
-
Salute to brave soldiers on repulsing Balochistan terrorist attacks: PM
-
New spell of rain enters across country
-
Economy to grow by 5% this year, 6% next year: Shaukat Tarin
-
COVID-19 succumbs another 42 lives in last 24 hours
-
PM Imran Khan says nation stands united behind security forces