سرينګر 27 اکتوبر (اے پي پي) د كنټرول لائن په دواړو خوا او ټوله نړۍ كښې مېشته كشميريانو تېره د خالي ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله۔ د دې ورځې لمانځلو مقصد نړيوالې ټولنې ته دا پېغام وركول وو چې هند د دوي د خواهشاتو په ضد په جمو او كشمير غېر قانوني قبضه كړې او هغه كشميريانو ته خپل د خپلواكې بنيادي حق نه وركوي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د اكتوبر په 27مه نېټه كال 1947م كښې هند جمو او كشمير ته خپل پوځ داخلولو سره د نيمې وچې د تقسيم د پلان څرګنده خلاف ورزي كولو سره د كشميريانو د خواهشاتو په ضد په كشمير قبضه كړې وه۔ په مقبوضه كشمير كښې په دې موقع په مكمل توګه هړتال وكړې شو او د نړۍ په ټولو هېوادونو كښې لاريونونه وويستلې شول۔ د حريت مشرانو د هړتال غږ كړے وواو د حريت نورو تنظيمونو ئې ملاتړ كړے وو
متعلقہ مضامین
-
CM Balochistan condemns blast in Dera Bugti
-
Govt taking all possible steps to attract investors: PM
-
Blast in Balochistan’s Sui area claims 4 lives, injures 10
-
Health Security: a new focus in National Security Policy 2022
-
Health Security: a new focus in National Security Policy 2022
-
Health Security: a new focus in National Security Policy 2022
-
KP not to impose complete lockdown: Barrister Saif
-
SBP bill passage despite majority another defeat for opp: Fawad
-
SBP bill a threat to national security of Pakistan: opp
-
4 injured due to gas leakage blast
-
4 injured due to gas leakage blast
-
Maryam, Bilawal lack political stature to become national leaders: Fawad