کراچی۔ 13 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي په برېسټ كېنسر قابو موندلو له به دې ناروغتيا پلو خاص پام ګرځول وي۔ په وخت د تشخيص نه كېدو يو سبب ددې ناروغتيا په حقله ناپوهي هم ده۔ درملنو سره سره احتياط ته هم اړتيا ده۔ الېكټرانك ميډيا بايد د عامې ګټې پېغامونه هم وچلوي۔ لېډي هېلت وزېټر مهم كردار ترسره كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د برېسټ كېنسر په اړه د شعور بېدارولو په لړ كښې ګورنر هاؤس كښې يو پروګرام كښې خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال د روغتيا صوبائي وزيرې ډاكټر عذرا پیچوهو، بېلو ګوندونو سره تعلق لرونكي د بېلو ګوندونو د اسمبلۍغړي ٬ ډاكټران او سول سوسائټۍ سره تعلق لرونكو مېرمنو هم ګډون وكړو۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل برېسټ كېنسر ته هغه توجه وركړې شوې نه ده كومه چې پكار وه۔ ده ووئيل دلته درملنو ته خاص پام كولې شي او درملنو لپاره په غوښتلې شويو اسانيو هم خبرې كېږي ولې درملنو سره سره احتياط هم ضروري دے۔ احتياطي تدبيرونو سره ډېرو مسئلو څخه انسان ځان ساتلې شي۔ اولس مشر د خپل دې عزم پخلې وكړو چې د ټولنې هغه مسئلې به پورته كوم كومې چې سياست سره تعلق نه لري۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل په هېواد كښې زياتېدونكې وداني يوه مسئله ده ولې دې ته تېر وختونو كښې پام شوې نه دې۔ دا مسئله بايد د قومي بحث برخه جوړه كړې شي۔ په دې اړه د انجونو زده كړو ته به پام ګرځول وي۔ ده ووئيل مېرمنې چې د ټولنې كومو كومو څانګو كښې مسئلو سره مخ دي دغه مسئلې به ختمول وي۔ ده ووئيل د مسئلو حل له د حكومت لخوا مرسته لازمي ده۔ په دې مهال د روغتيا وزيرې ډاكټر عذرا پیچوهو خپلو خبرو كښې اولس مشر د روغتيا په څانګه كښې پورته كړې شوې او پورته كېدونكو ګامونو نه خبر كړو۔ دې ووئيل پاكستان كښې برېسټ كېنسر د مېرمنو يوه لويه مسئله ده او پاكستان كښې په دې ناروغتيا د اخته كېدونكو مېرمنو شمېره سوا كېږي۔ ده ووئيل هر كال ددې دلاسه 40 زره مېرمنې مړې كېږي۔ په دې مهال پروګرام كښې نورو ګډون كوونكو هم د برېسټ كېنسر په اړه د خپلو خيالاتو څرګندونې وكړې۔ د روغتيا صوبائي وزيرې او پروګرام كښې ګډون كوؤنكو د برېسټ كېنسر په اړه ګورنر هاؤس كښې په پروګرام كولو د اولس مشر ډاكټر عارف علوي مننه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
مخدوم خسرو بختیار سره د ګلګت بلتستان اعلٰې وزير حافظ حفیظ الرحمن وليدل
-
مسلم ليګ (ن) قومي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف په نيولو د احتجاج حكمت عملي جوړه كړه د مسلم ليګ (ن) غړي به نن پارلېمنټ هاؤس نه بهر جمع كېږي۔ د ګوند مشرتابه مشاورت نه وروستو به كومې پرېكړې كولې شي ۔ د (ن) ليګ لخوا په رابطه كولو د خورشيد شاه ځواب
-
د شېخ رشید احمد په امر د رېلوے انفراسټركچر اپ ګرېډېشن په بېلا بېلو پروژو كار تندۍ سره روان دې۔ ذريعې
-
په ضمني ټاكنو كښې پاكستان تحريك انصاف تر ټولو زيات 11 لكه ووټونه اخستې ٬پي ټي آئي او اتحادي ګوندونو په 17 چوكو كاميابي ترلاسه كړی
-
سي پېك به هېواد كښې معاشي انقلاب راولي ٬ طالب حسن نكئ
-
د وال سټریټ جنرل په کے الېکټرل لوظنامه كښې د نواز شریف کمپنۍ ته د 20 مېليونه ډالرو وركولو خبر څه لويه خبره نه ده٬ دا د شريفې كورنۍ د كارنامو لړۍ ده ۔ چوهدري فواد حسېن
-
وزيراعظم عمران خان به د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز په بلنه د ٬٬سباؤن سرمايه كارۍ اقدام ٬٬په سر خط دوه ورځني كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره د اكتوبر په 23مه نېټھ رياض ته ځي
-
بندونه جوړول د وخت مهم ضرورت دے
-
د كور كمانډر پېنډۍ لېفټېننټ جنرال بلال اكبر د سياچين او مني مرګ دوره ٬ د آپرېشنل صورتحال او تيارۍ په اړه ده بريفنګ وركړې شو
-
اېئر چیف مارشل مجاهد انور خان د سعودی دوهم دفاع وزير سره وليدل
-
د يمن او سعودي ترمېنځه د ثالثۍ هوم ورك وزیراعظم عمران خان د خپلې سعودې دورې څخه پېل كړې
-
پاكستان كښې د هالينډ سفير خارجه دفتر ته راوبللې شو٬د ډچ پارلماني غړي ګيرت وائلډر د اړخه په ګستاخانه ټوېټ سخت احتجاج