اسلام آباد ۔ 21 جولائی (اے پی پی) سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشرې سناتورې شېري رحمن وئيلي دي پیپلز ګوند اقتدار كښې راتلو سره به اولس ته د ژوند بنيادي اسانۍ وركړي۔ يو نجي ټي وي سره خبرو كښې دې ووئيل پاکستان پیپلز ګوند د سندھ سيمو كښې د اولس پرمختګ او سوكالۍ لپاره ډېر كارونه كړي دي۔ هيله ده چې د دغې كاركردګۍ په بنياد به اولس پيپلز ګوند ته ووټ وركړي۔ دې ووئيل بلاول بھټو زرداری په ګرد هېواد كښې خپل انتخابي مهم په غوره ډول روان ساتلې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل جمهوریت لپاره د كركې او احتجاج سياست بايد ختم كړې شي۔ دې ووئيل انتها خوښي ٬ غېر مهذب ژبه كارول او د تورونو سياست هم د ترهګرۍ يو سبب دے۔ دې هېواد څخه د ترهګرۍ ختمولو له د ټولو سياسي ګوندونو يو ځائې ناستې په حاجت زور راوړو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د عبوري حكومت ذمه واري ده چې هغه د ټولو سياسي ګوندونو ګيلې لرې كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Islamabad police adopt system to better serve citizens
-
One killed, another injured as fire erupts at firecracker producing factory
-
Accountability biggest issue for incompetent league: Gill
-
Masses to benefit from fruits of uplift: Buzdar
-
COMSTECH to celebrate ‘World Science Day for Peace & Development’
-
Masses to benefit from fruits of uplift: Buzdar
-
IHC seeks details of FIA’s powers
-
Bilawal Bhutto continues mass contact campaign
-
Another 10 flights called off at Lahore Airport due to operational issues
-
Asif Ali Zardari files plea for acquittal in three NAB references
-
Pakistan, Uzbekistan sign protocol to set up JSC
-
Asif Ali Zardari files plea for acquittal in three NAB references