بيجنګ 06 اپریل (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به آسيا لپاره باؤ فورم كلنه غونډه كښې ګډون له(سبا)د اتوار په ورځ چين ته ځي۔سركاري ذريعو له مخې خارجه وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چارو وزير احسن اقبال او د برېښنا وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري به هم وزيراعظم سره ملګري وي۔ وزيراعظم به باؤ فورم ته خطاب او د چين اولس مشر شي جن پنګ سره ملاقات كښې هغه سره پھ دوه اړخيزه٬سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔وزيراعظم ته د 8 نه تر 11 اپرېل آسيا لپاره باؤ فورم كښې د ګډون كولو بلنه وركړی شوې ۔سږ كال د فورم سرخط”لويې څوكالۍ لپاره آزاد او اختراعي آسيا”اېښودې شوې۔فورم ته به د آسټرېليا اولس مشر اليګزينډر وان ډير بيلين٬د فلپائن اولس مشر روډ ريګوډ يوټرټ٬ د منګوليا وزيراعظم يوخاجن كورل سوك٬د هالينډ وزيراعظم مارك روټ٬د سنګاپور وزيراعظم لي سين لونګ٬د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټونيو ګوئټرېش او د نړيوال مالياتي فنډ منيجنګ ډائرېكټر كرسټيان لاګارډ خطاب كوي۔فورم ته خطاب كونكې لارښود به د دوه اړخيزه٬ګڼ اړخيزه مرستې٬په ښه حكمرانۍ٬معيشت او تجارت پھ اړه د مهمو چارو جاج اخلي او په هغې به د خيالاتو څرګندونه كوي۔د چين اولس مشر شي جن پنګ به فورم ته خطاب كښې د چين معيشت لا آزادولو په اړه د اقداماتو اعلان هم كوي۔هيله ده فورم كښې به 200 څخه زيات مندوبين ګډون كوي
متعلقہ مضامین
-
Covid-19 cases again ‘going up’ in Pakistan
-
Budget 2021-22: the real test has just begun
-
Budget 2021-22: the real test has just begun
-
Rising water level in dams may ease power crisis
-
Balochistan govt to initiate ‘KUMAK’ program worth Rs 2 bn
-
Shahbaz to lead PML-N in todays PDM’s address in Swat
-
Balochistan govt to initiate ‘KUMAK’ program worth Rs 2 bn
-
Shahbaz to lead PML-N in todays PDM’s address in Swat
-
SBP launches web page to disseminate updated data of Roshan Digital Account
-
Foreign Office expresses grief over death of Pakistanis in Canada house fire
-
Govt’s tough economic decisions yielding positive results: Shehryar
-
Pakistan, Uzbekistan agree to enhance mutual cooperation in diverse fields