اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د تعليم او پېشه وره چارو وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي د تعليم څانګه د سمدستي پام لرنې متقاضي ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د تعليم څانګې پحقله قامي كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل دوه كروړه 60 لكه ماشومان په سكولونو كښې داخل نه دي٬ د ماشومانو په دومره زياته شمېره د سكولونو نه بهر پاتې كېدل د تشويش خبره ده۔ ده ووئيل د تعليم څانګه د سمدستي پام لرنې متقاضي ده۔ په دې پاكستان كښې د يونېسېف نمائنده عبدالله اے فاضل ووئيل د وزيراعظم لخوا د تعليم مهمې څانګې پلو پام ګرځول د اطمينان وړ خبره ده٬ په جي ډي پي كښې د تعليم ډېره لږه برخه ده۔ ده ووئيل پاکستان د صلاحيتونو لرونكي اولس هېواد دے٬ هيله لرو چې د وزيراعظم په مشرۍ كښې به پاكستان كښې د تعليم ودې لپاره بشپړ اقدامات وكړے شي۔ کنفرنس ته خپلې وېنا كښې پاكستان كښې د برتانيه هائي كمشنرې جين ميريټ ووئيل پاكستان كښې د سكول نه بهر ماشومانو ته تعليم وركول زمونږ مشتركه ذمه واري ده٬ په دې خوشحاله يم چې وزيراعظم محمد شبهاز شريف په مشرۍ كښې د تعليم څانګې ته پام لرنه كېږي٬ په دومره زياته شمېره كښې ماشومان د سکولونو نه بهر پاتې كېدل د تشويش خبره ده٬ دې ووئېل پاكستان كښې د نورو هېوادونو په نسبت زيات ماشومان د سكولونو نه بهر دي٬ ګرده نړۍ كښې دا شمېره زياتېږي٬ په سمدستي توګه د اقداماتو د لارې په سكولونو كښې د ماشومانو د داخلولو شرح به زياتول وي٬ په دې لړ كښې به برتانيه د پاكستان پورا مرسته كوي ۔ د نړيوال بېنك نائب صدر مارټن ريزر ووئيل د غذائيت د كمي ښكار ماشومان تعليم ته پام لرنه نشي كولې٬ د تعليم په وده او په دې څانګه كښې د اصلاحاتو پروګرام كښې به نړيوال بېنك ملاتړ كوي۔ په دې موقع كنفرنس ته د وېډيو لنك د لارې د پاكستان كوه پېما نائله کياني ووئيل تاسو په خپل ځان باور كولو سره په هر چېلنج قابو موندلې شي٬ تعليم ما له اعتماد راكړے۔
متعلقہ مضامین
-
Foreign tourists depart on Islamabad to Khunjerab voyage on rickshaws
-
Human rights declared as cornerstone of Pakistan’s domestic policy
-
Business hours violaters to be dealt with strictly: DC
-
Subsidized flour available at 1,100 sale points in Lahore
-
Marriage hall sealed in Tarnol over one-dish policy violation
-
Sherry inaugurates NDRMF project for restoration of riverine, dry-land in Sindh
-
Soldier martyred in exchange of fire with terrorists in North Waziristan: ISPR
-
Court approves plea seeking autopsy of Aamir Liaquat’s body
-
Dua Zahra’s father moves SC against SHC’s decision
-
PPP to form next govt in Centre
-
PPP to form next govt in Centre
-
PPP to form next govt in Centre