اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د روغتيا وزارت صحي عادتونو ته وده وركولو له د روغتيا وزارت او دې سره تړلې ادارو ته په غونډو كښې د خوږو مشروباتو په كارولو د بنديز لګولو سپارښتنه كړې ده۔ د وزارت د اړخه د جمعې په ورځ د جاري شوې ایډوائزری له مخې د نېشنل هیلتھ سروسز،ریګولیشنز اینډ کوآرډینېشن وزارت د كار په ځايونو كښې د صحي چاپېرچل او روغتيا ته وده وركولو لپاره د وزارت او دې سره د تړلې څانګو سركاري غونډو په مهال د خوږو مشروباتو په كارولو د بندېز لګولو هدايت كړے دے۔ د دې اقدام مقصد يو مثبت مثال جوړول ،د صحت مند ژوند د انتخاب ډاډګيرنه كول او داسې ماحول ته وده وركول دي كوم چې د ملازمانو خېر ښېګړې ته تر ټولو لومړې ترجيح وركوي۔ ایډوائزری كښې وئيلي شوي چې د راروانو غونډو په مهال به څه ډول هم خواږه مشروبات نه شي وړاندې كولې بلکه د ادارې ملازمانو لپاره به د دې د كارولو مخنيوې كولې شي چې مقصد ئې دشوګر او د وزن زياتېدو په څير رنځونو څخه ساتل ٬د دې د خطرو مخنېوې او روغتيا ته وده وركول دي۔
متعلقہ مضامین
-
Sultan writes letter to UN chief seeking role for release of Malik
-
CM orders best treatment to all patients
-
Experts call for a strong policy framework to promote electric vehicles
-
PRCS initiates stakeholder consultation for monsoon contingency plan
-
‘All possible support being provided to PC incident victims’
-
PANAH to host Int’l conference on heart diseases
-
Shehbaz to visit Turkey next week
-
Shehbaz to visit Turkey next week
-
Lumpy skin awareness campaign continues in South Punjab
-
Motorcyclists to have petrol card: PPP leader
-
Oil prices rise ahead of U.S summer driving season
-
Oil prices rise ahead of U.S summer driving season