اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د وفاقي محتسب حکم په ضد د ايئر يونيورسټۍ درخواست مسترد كولو سره د كرونا په سبب د بي اېس ډګري پاتې كورسز د ترسره كولو نه پاتې شوې زده كونكې ته د خپلې ډګرۍ بشپړولو لپاره د اضافي كلونو وركولو په معامله د نظر ثانۍ امر وكړو۔ په دې موقع صدر مملکت د يونيورسټۍ لخوا د زده كونكې په كېس په وخت د كاروائۍ په نه كولو د خشم او خفګان څرګندونه وكړه او وئ وئيل د اېچ اي سي پاليسۍ او د پوهنتون په قواعدو كښې پراختيا كولو سره د دې مسئلې د حل كولو دفعات موجود دي۔ پوهنتون د اېچ اي سي د پاليسو او د سفارشات نه د سرغړونې هېڅ جواز نه لري ۔ ده ووئيل د پوهنتون بدانتظامي سمولو په ځاے اولسي خزانې او د زده كونكې د وخت ضائع كېدلو خيال نه ساتلو نه غېر د محتسب پرېكړې په ضد درخواست دائر كړے۔ صدر مملکت په ايئر يونيورسټۍ زور رواړو چې د زده كونكې خواري او سرمايه دې ضائع نه كړې شي او د ټولو زده كوٶنكو په خاص توګه د انجونو زده كوٶنكو مرسته او لارښودنې له دې اقدامات وكړے شي۔ د يادونې وړ ده ايئر يونيورسټي زده كونكې په وفاقي محتسب كښې شكايت جمع كړې ٶ چې زده كونكې د ايئر يونيورسټۍ په الحاق شوي كالج كښې د سائيکالوجي پروګرام كښې بيچلر آف سائنس (آنرز) كولو او په كال 2020 كښې د كرونا رنځ په سبب ئې ډګري نيمګړې پاتې شوې وه
متعلقہ مضامین
-
Need to make Borki Terminal functional for bilateral trade with Kabul
-
Swarms of beggars irk people during Ramazan
-
Swarms of beggars irk people during Ramazan
-
Four snatchers arrested, 6 stolen motorcycles recovered
-
Military has nothing to do with whatever happened today: DG ISPR
-
COAS offers funeral prayers of martyred soldiers in helicopter crash at Congo
-
Minister inaugurates development plan for housing schemes
-
Rasheed wants dissolution of KP, Punjab assemblies
-
PA session summoned to choose new CM deferred
-
Imran Khan to remain in power for next 15 days
-
NBF Book Museum attracts book lovers
-
Army has nothing to do with NA episode