اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي مونږ كوم سياسي دوست او سياسي دښمن نه لرؤ٬ هر يو سياسي ګوند ته د خپلو خيالاتو د څرګندونې آزادي ترلاسه ده٬ ټكونه كول د هغوي جمهوري حق دے۔ د شورؤ په ورځ د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل مونږ د كوم هم سياسي ګوند په حق كښې يا ددې په ضد نه يؤ٬ د هېواد د قانون لاندې په روانه كومه هم كارروايۍ كښې مونږ د كوم ډول لاس وهنې اراده نه لرؤ٬ كه د چا په ضد آئين ٬ قانون او عدالتونه كوم ګام پورته كوي نو مونږ ددې عمل مخه نيولې نه شوو۔ د ټاكنو په اړه د يوې پوښتنې په اړه وفاقي وزير ووئيل الېکشن كمېشن يوه آئيني اداره ده ٬ سپېځلې او آزادې ټاكنې كول د الېكشن كمېشن ذمه واري ده۔ ده ووئيل الېکشن کمېشن په خپل وېب سائټ ټول شېډول جاري كړې دې٬ د الېكشن اېكټ لمخې سياسي ګوندونو ته به د ټاكنو كمپائن له 54 ورځې وركول وي۔ ده ووئيل پاكستان يو جمهوري هېواد دے دلته خلقو ته آزادۍ سره د خپلې رايې څرګندولو حق ترلاسه دے۔ ده ووئيل ګراني يو حقيقت دے ٬ د اولس د ستونزو احساس لرؤ٬ كوم هم هېواد ګران تېل اخستلو سره د دې په ټيټه بيعه د خرڅولو متحمل كېدې نه شي۔ د صدر مملكت د ټويټ په اړه ده ووئيل صدر مملكت چې په كومه ورځ ټويت وكړو هم په دغه ورځ مونږ قانوني پوزيشن په ډاګه كړې وو۔ صدر مملکت په رياستي نظام كښې ځانګړې حېثيت لري٬ صدر مملكت د آئين له مخې د پارلمان برخه دے ، زمونږ حكومت د هغه د منصب احترام كوي۔ د نګران وزيراعظم د كراچۍ دورې په اړه ده ووئيل کراچۍ يو بزنس هب دے ٬ وزيراعظم دلته كاروباري شخصياتو سره ملاقات كړے دے۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي مونږ به معيشت پياوړے كوؤ۔ ده ووئيل په 16 كسيزه كابينه كښې هر يو په خپل كار ښه پوهېږي۔ د بټګرام چیئرلفټ پېښې په اړه ده ووئيل زمونږ ځوانانو او د سيمې خلقو د ماشومانو په بچ كولو كښې د زړه ورتيا څرګندونه وكړه۔ د جړانواله پېښې په اړه ده ووئيل دا ډول پېښې ناڅاپي نه رامخې ته كېږي ٬ په دې كښې ځې كوم كسان ككړ دي هغوي ته به سزا وركولې شي۔ ده ووئيل په ټولنه كښې د عدم برداشت كلچر نه په يوه ورځ پېدا كېږي او نه ختمېږي۔ ده ووئيل ټولې څخه د عدم بردشات كلچر ختمېدل ضروري دي۔ په دې لړ كښی به كور ٬ سكول ٬ مدرسې ٬ ميډيا ٬ عدالتونو ٬ انتظاميه او حكومت له خپل كردار ترسره كول وي
متعلقہ مضامین
-
“Safe custody”
-
Sindh House has become centre of horse trading, says Fawad
-
Country back to-normal-life after pandemic, COVID-19 positivity rate less than 1%: DG health
-
Saadi to join camp after return
-
Country back to-normal-life after pandemic, COVID-19 positivity rate less than 1%: DG health
-
Sindh House has become centre of horse trading, says Fawad
-
Railways transport 25,054 tons per day from Karachi
-
Railways transport 25,054 tons per day from Karachi
-
Pakistan decries India’s repression of Kashmiri people, minorities in India as two countries clash at UN
-
FESCO to hold open courts on Friday
-
MWMC to purchase vehicle tracking & monitoring system for transparency
-
Army Chief Gen Bajwa visits ASC Centre Nowshera