اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې به په يوولسم او دولسم ربيع الاول قامي سيرت كنفرنس كولې شي٬ دا پرېكړه د مذهبي چارو لنډمهاله وزير انيق احمد په مشرۍ كښې غونډه كښې وشوه۔ په غونډه كښې په قامي سيرت كنفرنس٬ د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ كنفرنس تابيا او د جړانواله پېښې پحقله په يو شمېر نكاتو غور وشو۔ وفاقي وزير انيق احمد ووئيل سيرت النبيۖ کنفرنس به مذهبي عقيدت او احترام سره كولې شي٬ د كنفرنس سرخط د ” هېواد معاشي استحكام لپاره لائحه: د سيرت النبيۖ په رڼا كښې” مقرر كړې شوے دے٬ د پاکستان معاشي استحکام لپاره د سيرت النبيۖ د بېلا بېلو برخو څخه لارښودنه ترلاسه كول د وخت اهم ضرورت دے۔ ده ووئيل نوميالو علمائے كرامو او سکالرز ته دې په دې موضوع د خپلو خيالاتو څرګندونې لپاره بلنه وركړې شي٬ په کنفرنس كښې به د سيرت النبيۖ په موضوعاتو منتخب کتابونو او مقاله نګارو ته انعامونه وركولې شي۔ ده ووئيل چې اړوند وزارت دې د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ د پاكستاني معاشرې اصلاح او بهترۍ لپاره خپل كردار ولوبوي
متعلقہ مضامین
-
Gwadar gets first set of solar system
-
KE completes first firing of 450MW generation unit
-
Sargodha University Sports Gala 2022 starts on Wednesday
-
Safepay and UBL to partner for acceleration of online payments
-
Zameen.com organizes property sales event in Lahore
-
Safepay and UBL to partner for acceleration of online payments
-
Safepay and UBL to partner for acceleration of online payments
-
GDA to support government on no-trust motion: Dr Fehmida
-
Constitutional amendment must for effective LG system
-
Pakistan Army wants world to ‘probe’ Indian missile fiasco
-
Mirpur-AJK stands atop for successfully securing Covid-19 vaccination target
-
Four FC men martyred, 10 injured in Sibi IED explosion