دبئی۔3دسمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چې د سندھ طاس ماحولياتي اثراتو او آب وهوا سره مطابقت رامخې ته كولو له به موسمياتي بدلونونو سره اړوندې د پاكستان غوښتنې ترسره كول وي٬ ولې چې د آبادۍ زياتره برخه دې درياب سره تړون لري٬ د پاكستان د سباؤن ضرورتونو لپاره د اوبو شتون يو لوئے چېلنج دے٬ د لېونګ انډس انشېټو لاندې مونږ سباؤن محفوظ جوړولې شوو۔ د اتوار په ورځ د ملګرو ملتونو 28م كنفرنس آف پارټي (كوپ) په پاكستان پوېلين كښې د لېونګ انډس انشېټو په سرخط دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل پاکستان د موسمياتي بدلونونو څخه ځپلې شوې د نړۍ 8م هېواد دے۔ ده ووئيل لېونګ انډس يو پراخا اقدام دے چې مقصد يۍ د پاكستان د حد دننه د سندھ ماحوليات بحالول دي كوم چې د موسمونو د بدلون له امله زياتې خطرې سره مخ دي۔ ده ووئيل د سندهـ سيند په اړه د پاکستان د حکومت ترجيحات ښكاره دي۔ دا اقدام همكاررانو سره د پراخه مشاورت څخه وروستو مرتب كړے شوے دے كوم چې د 25 بېلو ستراتیژیو مجموعه ده۔ وزيراعظم ووئيل دې څخه زياته مهمه خبره دا ده چې لېونګ انډس د يو داسې اقدام فعاله كولو هڅه ده كوم به چې حال او سباؤن لپاره يو په زړه پورې سندھ درياب چمتو او بحال كړي۔ ده ووئيل مونږ په راروانو 15 كلونو كښې د 11 څخه تر 17 اربه ډالرو سرمايه كارۍ ته اړتيا لرؤ دغسې چې پبلك سېكټر ٬ پرائېوېټ سېكټر ٬ ښارونه او كميونټيز متحرك كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان ‘ریچارج پاکستان’ پېل كړے دے كوم چې د ليونګ انډس لخوا اولنے كوټلے اقدام دے۔ ده زياته كړه چې نزدې د 78 ملین ډالرو نړيوال موسمياتي فنانسنګ سره دا فلېګ شپ پراجېکټ په سباؤن كښې د سېلاب او اوچ كالۍ اثراتو كمولو له زمونږ په هڅو كښې كښې مركزي حېثيت لري۔ ده ووئيل ریچارج پاکستان پراجېکټ به نه يوازې زمونږ د لكھونو په شمېر وګړو ته ګټه ورسوي بلكې په نړيواله كچه به دا موسمیاتی اختراع لپاره د يو ماډل په توګه هم كار كوي۔ وزیر اعظم انوار الحق کاکړ په دې موقعه د اسكالرانو ٬ اركيټيكټس ٬ شاعرانو او ادبي ذوق لرونكو په شمول په بېلو سټېك هولډرز زور راوړو چې هغوي دې د خپلو مقالو ٬ خطابونو او شاعرۍ د لارې خپل غږ پورته كولو سره د موسمياتي بدلونونو په مسئلو قابو موندلو له روانو نړيوالو هڅو كښې خپله برخه واچوي۔ وروستو د پاکستان آرفن سکول( کورټ)ایجوکېشن زده كوؤنكو كومو چې په کوپ28 كښې باوقار زېد سسټېن اېبلټی انعام ګټلے دے ٬ سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل زده كوؤنكو د خپل ځان په شمول هر يو پاكستانې وياړ لرونكے جوړ كړے دے ولې چې دوئي يو په زړه پورې كار كړے دے۔ ده ووئيل نوے كول زيات صلاحيت لرونكے دے او هم دوئي به د پاكستان سباؤن جوړ كړي نو ځكه دوئي پلو به زيات پام ګرځول وي
متعلقہ مضامین
-
WB doubles aid package for Ehsaas Programme
-
WB doubles aid package for Ehsaas Programme
-
Fawad suggests govt to hold talks with opposition
-
Masood Khan demands global intervention on demographic change in IOJK
-
Supreme Court sees no improvement in PIA
-
First Virgin Atlantic flight lands at Lahore airport from London
-
Palai, The much-awaited red blood citrus is finally ripened
-
Pakistan ranks 154th on UN’s Human Development Index
-
Pakistan ranks 154th on UN’s Human Development Index
-
Five die in Abbottabad as jeep falls into gorge
-
Health Levy Bill imposition can be utilized to improve Public Health: Qasim Suri
-
China appreciates Pakistan’s efforts to elevate MoU on IC under CPEC