اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي د پاکستان غوندې پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته د ماحولياتي هدفونو سر كولو كښې د ضروري کلائميټ فنډز په ترلاسه كولو كښې چېلنجونه رامخې ته دي٬ نړيوالې ورورولۍ له د نړيوال مالياتي نظام تنظيم نو سره پرمختګ كوٶنكو هېوادونو له کلائميټ فنډ لا رسنې وړ جوړول پكار دي ۔ د المان په پيټرزبرګ كښې د کلائميټ ډائيلاګ دستورې ته خپلې وېنا كښې شېري رحمان ووئيل خزانې لپاره د يونائيټډ نيشنز فرېم ورك کنوينشن آن کلائميټ چينج قائمه کميټۍ له مخې 78 پرمختګ كوٶنكې هېوادونه د پېرس لوظنامې له مخئ خپلو مالي ضرورتونو ترسره كولو لپاره تر كال 2030 د 6 ټرېلين ډالرو ضرورت لري ۔ دې ووئيل پرمختګ كړو هېوادونو ته په كال 2022 كښې 52 فيصد کلائميټ فنانس او پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته يوازې 48 فيصد تر لاسه شوے حالانكه د نړۍ د اتيا فيصده آبادۍ تعلق د پرمختګ كوونكو هېوادونو سره دے ۔ وفاقي وزيرې ووئيل دا د تشويش خبره ده چې د پاكستان پشمول د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو نړيوال ماحولياتي فنانس ته محدود رسنه لري، پاکستان له د ماحولياتي بدلون چېلنجز مخنيوي لپاره تر كال 2030 د 348 بېليونه ډالرو ضرورت دے كوم چې زمونږ د مجموعي جي ډي پي 10.7 فيصد دے، مونږ لپاره نړيوال کلائميټ فنانس موافقت لري او تخفيف مهم دے۔ دې ووئيل ملګري ملتونه پرمختللي هېوادونه پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته د تل پاتي مالي وسائلو وركولو پابند كوي٬ مونږ له د كاپ 28 په دې وروستيو كښې جوړ كړي د لاس اينډ ډيميجز فنډ پحقله مهمې پوښتنې حل كول پكار دي او په نړيواله مالياتي ډهانچه كښې د فنډنګ فرق ختمول پكار دي۔ دې ووئيل کاپ 28 له دې يوه واضح خاكه وړاندې كړې شي چې مركزي اېجنډا ئي بايد کلائميټ فنانس او ايډاپټيشن وي، دا د نړيوالې ورورولۍ اجتماعي ذمه واره ده چي تل پاتې سباٶن باوري كول او د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره ضروري اقدامات وكړي۔ وفاقي وزيرې شېري رحمن ووئيل دا په ګډه د ماحولياتي بدلون د اثراتو مخنيوي او يو تل پاتي او ماجع منتقلۍ له د اقداماتو وخت دے۔(
متعلقہ مضامین
-
Pakistan calls for joint efforts for better health outcomes
-
Buzdar appeals to people to adopt Covid-19 precautionary measures
-
Pakistan slams unabated Indian state terrorism in Kashmir
-
Former president Zardari shifted to hospital
-
Former president Zardari shifted to hospital
-
PM calls for strict implementation of SOPs to avoid Covid-19 spread
-
World now views Pakistan as ‘solution, not problem’: FM
-
Preparations underway for launch of Orange Line Metro Rail
-
Buzdar inaugurates land record centres set up across Punjab
-
HEC vows to fulfill demands of TTS faculty members
-
British envoy, SAPM discuss ‘Extradition Treaty & Readmission Agreement’
-
Students demand autonomy for Nawaz Sharif Medical College, Gujrat