اسلام آباد۔20ستمبر(اے پی پی) آسيائي پرمختيائي بېنك د پاكستان حكومت د سېلاب ځپليو او ځیپليو سيمو بحالۍ لپاره په بېړني توګه د مرستې په روانو كارونو كښې برخه اخستلو سره د 30 لكه ډالر ګرانټ منظوري وركړې ده۔ د تفصیلات له مخې د آسيائي پرمختيائي بېنك لخوا د پاكستان سېلاب ځپليو لپاره لويې پېكج منظور كړې شوې دې۔ د اے ډي بي په اعلاميه كښې وئيلې شوي دي چې په دې سخت وخت كښې به د پاكستان بشپړه مرسته كولې شي۔ د اعلاميې له مخې په سېلاب ځپليو سيمو كښی ريليف لپاره به د 30 لكه ډالره فنډ وركولې شي۔ د دې فنډ د لارې به د بې وزله او مستحق كسانو په شمول د ناجوړه مېرمنو او كوچنيانو مرسته كولې شي۔ د دې فنډز د لارې به د كرونده ګرو د فصلونو د زيان ازاله كولې او دوي ته به د بيا فصل كرلو آسانۍ وركولې شي۔ د دې د لارې به ويجاړې شوي سړكونه ٬ پلونه ٬ ښونځۍ ٬ كورونه ٬ روغتونونه او نورې ودانۍ بيا جوړولو كښې مرسته هم كولې شي۔ د اے ډي بي ډي جي یوګینی زوکوف وئيلي چې په دې سخت وخت كښې مونږ پاكستاني اولس سره ولاړ يؤ۔ د اے ډي بي كنټري ډائرېكټر یونګ یی ووئيل زمونږ ډله د اوږد مودې بحالۍ لپاره د پاكستان حكومت او كميونټيز سره په ګډه د سېلاب ځپليو بحالۍ له په ترجيحي بنيادونو كار كوي
متعلقہ مضامین
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
Tailgating or tolerance — Your weapon of choice to win the race?
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
Soldier martyred in firing by terrorists in Waziristan: ISPR
-
Pakistan allows primary schools to resume classes from Sept 30
-
Afghan peace negotiator urges ‘new era’ in ties with Pakistan
-
NUML’s Rawalpindi branch opens