اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) پاكستان او تاجكستان بېلو څانګو كښې مرستې لپاره لوظنامې او د تفاهم يادښتونه لاس ليك كړي۔ د شورؤ په ورځ د لاس ليك دستوره د وزيراعظم دفتر كښې وشوه۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان او د تاجكستان صدر امام علي رحمان هم موجود وو۔ د زده كړو څانګه كښې د مرستې په لړ كښې د تاجک ټیکنیکل یونیورسټی اکېډیمېشین اېم اېس او سیمی او د انډس یونیورسټی آف پاکستان ، د تاجکستان چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری او ایوان صنعت و تجارت بلوچستان او د تاجکستان ایوان صنعت و تجارت او ایوان صنعت و تجارت سیالکوټ ترمينځه د مرستې لوظنامې لاس ليك كړې شوې۔ دغسې د تاجكستان حكومت او پاكستان ترمينځه د بېړني صورتحال د مخنيوي او ليكوډېشن په څانګه كښې د مرستې ٬ د پاكستان تاجکستان ترمينځه د فن او كلتور په اړه د مرستې او د انټرنیشنل روډ ټرانسپورټېشن څانګه كښې د مرستې لوظنامې لاس ليك شوي ۔ دغسې د ایوان صنعت و تجارت لاهور او د تاجکستان ایوان صنعت و تجارت ، د تاجکستان د بدعنوانۍ مخنيوي او سټېټ فنانشل كنټرول او د پاكستان قومی احتساب بېورو ترمينځه د مرستې ٬ د تاجک انسټیټیوټ آف لینګوئجز دوشنبے او نیشنل یونیورسټی ماډرن لینګوئجز(نمل ) ترمينځه د مرستې او د تاجکستان ټېکنالوجیکل یونیورسټی او کامسیټس یونیورسټی اسلام آباد ترمينځه د تفاهم يادښتونو سره سره د خارجه چارو وزارتونو ترمينځه د مرستې پروګرام او د سيمه ايز يووالي او رابطې لپاره د تزويراتي همكارۍ په لړ كښې د ګډې اعلاميې لاس ليك شوي
متعلقہ مضامین
-
Meet Daud Rahat, A zealous musician
-
PeH demands immediate release of Syed Muhammad Ashraf
-
UAE visa restrictions for Pakistan is temporary due to pandemic: FM Sheikh Abdullah
-
Punjab teachers end protest on positive assurances
-
Pakistan-Kyrgyzstan Bilateral Relations
-
Punjab teachers end protest on positive assurances
-
Sarwar hopes for dialogue with opposition in January
-
Firdous Says govt in talks with UK to bring political absconders back
-
Firdous Says govt in talks with UK to bring political absconders back
-
Govt fully believes in press freedom: Shibli
-
Total active Covid-19 cases reach 40,553 as 2,615 more test positive
-
PAL to hold Int’l conference on Children’s Literature: Past, Present and Future