اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي كر كيله په قامي معيشت كښې مرکزي کردار ترسره كوي او حکومت د كر كېلې لا ښه والي ته پام لرنه كوي۔ده دا خبره د ګل په ورځ اقتصادي مشاورتي کونسل د ذيلي کمېټۍ د كركېلې په اړه غونډې ته وكړه۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د محصولات خاص مرستيال ډاکټر وقار مسعود، خاص مرستيال جمشيد چيمه او د کمېټۍ د غړو پشمول احمرعزيز، منصورعارفين، آفتاب انور، سعادت اعجاز اوعارف نديم ګډون وكړو۔په غونډه كښې د بنيادي ضروري څيزونو د هول سيل او د ريټيل بيعې تر مينځه فرق کمولو لپاره د كروندګرو نه تر صارف فوډ سپلائي په تفصيل سره جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې ريګوليټري تګلاري ته خاص پام لرنه وكړې شوه دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې كروندګرو له د فصل او تخمونو معقول او مناسبه معاوضه وركړے شي اود غيرضروري او ناجائزه ګټې خاتمه وكړې شي۔ د خزاني وزير ووئيل كركيله زمونږ په معيشت كښې مرکزي کردار ترسره كوي او حکومت په دې څانګه كښې لا ښه والي ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل فارم ليبر، پراسيسنګ، ټرانسپورټ او لاجسټک كښې ولاړ خنډان لرې كولو سره د پټو نه تر صارف د سپلائۍ بيا د سره جاج اخستو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د کوويډ 19 وبا په وجه سپلائي سايئډ كښې د خنډانو راولاړيدو څخه صورتحال مشکل شوے۔ د خزاني وزير د کمېټۍ غړو ته په راروانه غونډه كښې د كوټلو سفارشاتو او وړاندېزونو وركولو سپارښتنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
CM Punjab meets Speaker of Punjab Assembly and acting governor
-
Abbasi accuses NA speaker regarding attendance of detained legislators
-
Abbasi accuses NA speaker regarding attendance of detained legislators
-
CM Punjab meets Speaker of Punjab Assembly and acting governor
-
Reports about Saudi, UAE ministers’ remarks on Kashmir ‘speculative’: FO
-
By-election for PS-11 to be held on Oct 17
-
Non-bailable arrest warrant issued against PTI leader Aleem Khan
-
Top army, navy officers visit SC
-
Top army, navy officers visit SC
-
Italian envoy hails PRCS humanitarian services
-
Court permits Zardari to have AC if recommended by medical officer
-
Court permits Zardari to have AC if recommended by medical officer