اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان وئيلي دي پاکستان ډېمو کرېټک موومنټ (پی ډی اېم) اسلام آباد كښې د دھرنې او احتجاج په نامه ټوقې كړي۔ په لاريون كښې ګاډي زيات او خلق كم وو۔ د تحریک انصاف حکومت د اپوزیشن احتجاج له امله نور زيات مضبوط او اولس كښې زيات مقبول شوے۔ د نهې په ورځ د محمود خان اچكزئۍ د سركاري ګودام لوټ كېدو په بيان په نجي ټوي چېنل خپل غبرګون كښې هغه ووئيل يو ډاكو د ډاكې اچولو اجازه غوښتې ده۔ حكومت به چا له د جرمونو كولو او د ډاكې اچولو اجازه ورنه كړي۔ كه د قانون خلاف ورزي وكړې شوه نو قانون به خپله لار جوړوي۔ ډاكټر بابر اعوان ووئيل د محمود خان اچکزئی په شمول د پي ډي اېم نورو لارښودو كورني مفادات په پاكستان كښې دي او د غلا په مال جوړ كړي جائيدادونه بهر دي۔ هغه ووئيل مريم نواز دې قام ته اووائي چې د نواز شريف د تښتېدو نه وروستو احتساب عدالتونو او د لاهور او اسلام آباد هائیکورټس نه څومره اجازه اخستې شوې۔ ډاكټر بابر اعوان ووئيل قوم ته معلومه شوې چې يو اړخ ته منی لانډرنګ او بدعنوانیو كښې ككړ او د اپوزيشن ګوندونو مشران په سړكونو ناست دي او بل اړخ ته د تحريك انصاف حكومت د اولس د خذمت مشن مخ په وړاندې بيائي۔ هغه ووئيل د اپوزيشن د ټول تحريك مقصد اېن آر او اخستل دي كومه به چې په كوم هم صورت هغوي ته ترلاسه نه شي
متعلقہ مضامین
-
Spectacular display of military prowess on Pakistan Day
-
Businessmen ask FBR to stop harassing filers
-
‘Important leads’ found in Mufti Usmani attack case: Sindh IGP
-
Difficult to stop corruption if leaders themselves are corrupt: Mahathir
-
India’s belligerence a threat to regional peace: Pakistan
-
Senate to take action against interior ministry, Deputy Chairman informs
-
Citizens #RunForPeace on Pakistan Day
-
President Alvi reiterates Pak’s restraint as ‘India stoked war hysteria’
-
President Alvi reiterates Pak’s restraint as ‘India stoked war hysteria’
-
Beating polio: vaccination drive starts amid missing security
-
SBP Report estimates lower GDP growth, high inflation in FY19
-
‘Drug addicts deserve sympathies, not hatred’: Buzdar inaugurates rehab centre