میانوالي 19 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د اوسني حكومت مقصد عام اولس لپاره آسانۍ پېدا كول دي٬ رېلوے ته وده وركوٶ٬ د ميانوالي اېكسپرېس پېل كولو سره به د سيمې اولس ته د آسان سفر آسانۍ ترلاسه شي٬ د اېم اېل ون منصوبې سره به د مواصلات په څانګه كښې انقلاب راشي ٬ بې نومه جائيدادونه ضبط كېدل پېل شوې ٬ د قام لوټ كړې پېسه وصولو سره د اولس د خېر ښګړې په احساس پروګرام خرڅ كولې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د جمعې په ورځ د ميانوالي اېكسپرېس پرانستې دستوره ته خپلې وېنا كښې كړې۔ په دې موقع د رېلوے وزير شېخ رشید احمد، د پنجاب وزیراعلیٰ عثمان بزدار او د وزیراعظم خاص مرستيال نعیم الحق هم موجود وو۔وزیراعظم عمران خان د میانوالي اېکسپرېس په پېل د ميانوالي اولس له مباركي وركړه او د وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ئې مننه وكړه۔ ده ووېيل د كال 1990 نه پس د دې سيمې اولس ته د سفر په اړه زياتې ستونزې رامخې ته وې٬ زمونږ د حكومت مقصد عام وګړو له آسانۍ پېدا كول دي٬ د رېل سفر د عام اولس لپاره دے او د دوي آسانۍ تر نظره ساتلو نن نوې رېل سروس پېل كړې شوې ۔ وزیراعظم ووئيل كله جې زمونږ حكومت راغلې نو ډېرې ستونزې رامخې ته وي٬ تېرو واكمنو د لسو كالو په مهال په اخستلې شوو قرضو د سود وركولو لپاره قرض اخلو خو اوس حالات ښه كېږي، ده ووئېل وسائل به زياتوو او عام اولس ته به د صحت ٬ تعليم او مواصلات پشمول تولې آسانۍ وركوٶ۔ ده ووئيل د اېم اېل ون منصوبه ډېره مهمه ده٬ په دې لړ كښې چېن سره اېم او يو لاس لېك شوے چې له مخې به ئې د كراچۍ نه تر لاهوره مزل اته ساعته شي او اولس ته به آسانۍ ترلاسه شي او په سړكونو به لوډ كم شي ۔ وزیراعظم ووئيل زه د ميانوالي اولس په وړومبي ځل په ټاكنو كښې كامياب كړې ووم او هر ځل ئې د وړومبي ځل نه زيات ووټونه راكړي٬ د كال 2018 په ټولټاكنو كښې د ميانوالي اولس د ووټونو ټول رېكارډونه مات كړي۔ وزیراعظم ووئيل حكومت لرې پرتو سيمو ته پاملرنه كوي٬ ميانوالي كښې به سكول ٬ روغتون او د اوبو وېستلو مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي٬ د سيمي اولس ته روزګار وكولو لپاره به كار كوٶ۔ ده ووئيل زه به چې كله ميانوالي ته راتلم نو ھغه وخت به مې د تهاڼې٬ كچهرو او پټواري مسئلې زياتې اورېدلې او دې لپاره به داسې نظام وړاندې كوم چې دا مسئلې به ورسره هوارې شي٬ وزيراعظم عمڅان خان ووئېل زمونږ په حكومت كښې به اولس ته په ميانوالي كښې واضح فرق تر نظره شي۔ ده ووئيل سيمه كښې تعليم ته به پاملرنه كوٶ، په دې لړ كښې نمل پوهتنون ته پراختيا وركوٶ٬ ځوانانو ته به هنر زده كوٶ دغسې چې ھغوي چرته هم ځي په آسانۍ سره به روزګار ترلاسه كولې شي۔ عمران خان ووئيل تل به مې د ميانوالي اولس ته وئيل چې كله موقع په لاس راغله نو د هېواد لوټ كوٶنكو به احتساب كوم٬ د هېواد نه به كرپشن ختموٶ او د قام لوټ كړې پېسه به بېرته راوړوو٬ اوس به دا لوظ ترسره كوو ۔ عمران خان ووئيل بې نومه جائېدادونه ضبط كېدل پېل شوې ٬ لوټ كړې پېسه د بهر لېږونكو په ضد كاروائي پېل شوې ٬ بهرنۍ نړۍ ته به وائم چې د انسانيت مرسته كول غواړم ما له غلا شوې بهر هېواد كښې اېښې پېسه بېرته راكړې ۔ ده ووئيل په ناجائزه طريقه جائيدادونه به ضبط كوٶ او دې څخه ترلاسه كېدونكې ټوله پېسه به د غريب اولس د خېر ښګړې په احساس پروګرام خرڅ كوٶ۔ د دې نه وړاندې وزیراعظم د میانوالي اېکسپرېس باضابطه پرانسته وكړه۔ د ميانوالي اېكسپرېس
متعلقہ مضامین
-
With focus on CPEC, govt unveils Rs 2.27tr PSDP
-
Budget ‘anti-people and anti-business’, says Imran
-
Budget ‘anti-people and anti-business’, says Imran
-
Sarfaraz Ahmed’s career is almost over: Ramiz Raja tells chief selector
-
PIA flight operations to, from Damascus halted after Israel’s attack: Spokesman
-
PIA flight operations to, from Damascus halted after Israel’s attack: Spokesman
-
PM desires NA to adopt resolution condemning BJP leaders’ sacrilegious remarks
-
Agriculture development govt’s top agenda: Miftah
-
President concerned over wildfire incidents
-
PTI not to vacate field for political opponents in bye-polls: Shah Mahmood Hussain Qureshi
-
Agriculture development govt’s top agenda: Miftah
-
PTI not to vacate field for political opponents in bye-polls: Shah Mahmood Hussain Qureshi