لاهور 14 جولائي (اے پي پي) د كرتارپور لارې پروژې په اړه د پاكستان او هند ترمېنځه د مذاكراتو دوهم پړاؤ د اتوار په ورځ په واهګه پوله شوے٬ په دې پړاؤ كښې د دولس كسيزه پاكستاني پلاوي مشري د خارجه دفتر وياند ډاكټر فېصل وكړه او د هند لخوا پكښې د كورنيو چارو جوائنټ سېكرټري اېس سي اېل داس اته كسيزه پلاوي سره يو ځائ كډون وكړو۔ د مذاكراتو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل چې هند سره په مذاكراتو كښې په تكنيكي معاملو خبرې شوې دي٬ د لوظنامې په نكاتو 80 فيصده اتفاق شوے٬ د كرتار پور لارې مقصد د امن لار ده٬ وزيراعظم په منطقه كښې امن او د بابا ګرونانك ديو جي د زېږون په 550 ورځ لار پرانستل غواړي۔ ده ووئيل چې د كرتارپور لارې په پروژه 70 فيصده كار ترسره شوے۔ ده ووئيل چې په دې پروژه مثبت پرمختګ شوے۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په معاملو 80 فيصده اتفاق راغلې۔
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
ECP to hear Ali Gillani’s leaked video matter on Thursday
-
PTI to probe against party MNAs who voted for Gilani: Ismail
-
PTI to probe against party MNAs who voted for Gilani: Ismail
-
Promoted doctors of BPS-19 await posting, accuse department of corruption
-
PM tells Hafeez Shaikh to continue as finance minister
-
Tax depositors are encouraged to pay tax online. Mukesh Kumar Chawla
-
Opposition’s demand of mid-term elections unconstitutional: Governor
-
Women Champions
-
Women Champions
-
A Woman of Great Substance
-
Military kills 6 TTP commanders among 12 in back-to-back days