اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ بين الپارلماني نړيوال كركټ كپ لپاره د قومي اسمبلۍ په غړو مشتمل د پاكستانې لوبډلې اعلان وكړے شو۔ زېن قريشي به كپتان٬ علي زاهد به نائب كپتان او امير سلطان به وكټ كيپر وي۔ په لوبډله كښې به وزيراعظم٬ وزيران٬ دوهم سپيكر٬ سناتوران او د صوبائي اسمبلۍ غړي شامل وي او د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د كفايت شعارې له مخې د پارلماني كركټ لوبډلې اخراجات د قومي خزانې نه د نه ادا كولو پرېكړه كړې۔ د خالي په ورځ د قومي اسمبلۍ سپيكر ټاكل شويو لوبغاړو ته خط ليكلې چې پكښې هدايت شوے چې د استوګنې٬ سفر او نور اخراجات دې په ذاتي توګه ادا كړي۔ سپيكر وئيلي دي چې په كوم لوبغاړي به د قومي خزانې نه يوه روپې هم نه شي خرڅ كولې۔ دا نړيوال بين الپارلماني كركټ كپ د جولائي د 8مې نېټې نه تر 15مه نېټه په لندن كښې د 8 هېوادونو د پارلماني لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان به هم د لوبډلې برخه وي۔ وزيراعظم عمران خان او د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر به د لوبډلې اعزازي لوبغاړي وي۔ د پارلماني لوبډلې انتخاب پي سي بي د ټرائل نه پس كړے۔ په نورو لوبغاړو كښې علی نواز اعوان، شهریار خان آفریدی، قاسم خان سوری ، مرتضیٰ محمود، مصطفیٰ محمود، عمران خټک، صداقت عباسی، نوید ډیرو، مجاهد علی، عطاء اللہ خان، شاهد خټک، سناتور آغا شهباز درانی،د صوبائي اسمبلۍ غړي سید علی حیدر ګیلانی، محمد بخش، مبین خلجی، عباس جعفری، احمد کنډی هم د لوبډلې برخه دي۔ ایاز اکبر به كوچ٬ِ شهریار خان به ټیم مینجر، مظهر علی او ابرار حېدر به ټیم اسسټنټ وي۔
متعلقہ مضامین
-
UNDP, IBA host challenge cup to promote innovative urban resilience
-
Open house job fair organized
-
Over 3,000 sanitary workers performing duties during ‘Saaf Punjab’ drive
-
‘All possible support being provided to PC incident victims’
-
CM orders best treatment to all patients
-
ANF seizes over 2,629kg drugs, 39 held
-
CM orders best treatment to all patients
-
KU awards 73 MPhil,36 PhD degrees in various disciplines
-
Pakistan, US agree on far more than they disagree on: Bilawal
-
Pakistan, US agree on far more than they disagree on: Bilawal
-
Motorcyclists to have petrol card: PPP leader
-
Youm-e-Takbir: PM Shehbaz stresses upon unity to attain economic sovereignty