اسلام آباد 06 مئي(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئيلي دي په عدالت كښې په روانو مقدمو پارلمان كښې بحث نه شي كيدې۔ د ګل پھ ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د چوهدري فقير احمد د پوښتنې په ځواب د قانون وزير ډاكټر فروغ نسيم د اړخه تحريري ځواب كښې وئيلي شول د نيب پھ ضد په نړيوال ثالثي عدالت كښې كومه عدالتي مقدمه نه ده دائر شوې خو چارټرډ انسټي ټيوټ لندن او هائي كورټ آف حسټس انګلينډ كښې براډشيټ ايل ايل سي د حكومت پكستان په نامه يو ثالثي زير التوا دے۔ د ضمني پوښتنې پھ ځواب ملائيكه بخاري ووئيل په دغه مقدمه دلته بحث كول د پاكستان پھ ګټه نه دے۔ كه فاضل غړې اوغواړي نو ان كيمره بريفنګ وركړې كيدې شي۔ ملائيكه بخاري ووئيل دغه معامله په عدالت كښې ده۔ پھ هغې دلته بحث نه شي كيدې
متعلقہ مضامین
-
د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د برتانيې د قامي سلامتيا نائب صلاحكار كرسچن ټرنر وليدل
-
د پټرولیم وزير غلام سرور خان په مشرۍ كښې غونډه،
-
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې غونډه ٬ د امنيتې چارو جاج واخستلې شو
-
د اسمبلۍ غړي دې په خپلو سيمو كښې د اولس خېرښېګړی په خاص توګه روغتيا٬صحت٬تعليم او نورو مسائلو ته پام لرنه وكړي
-
د سندھ تر ټولو لوې ګوند پيپلز ګوند وو كوم چې د سندھ تر داخلي سيمو محدود شوې۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ۔ وزيراعظم د سندھ اولنۍ ضلعې ته راغلې دې ٬ دا آخري ضلع نه ده بلكې اولنۍ ضلع ده
-
د خوشې كېدو 4 ورځې تېرېدو باوجود نواز شريف روغتون كښې بستر نه كړې شو۔ مقصد ئې يوازې زندان څخه بهر راتلل وو يا درملنو له د ورستۍ اونۍ انتظار كوي۔ آسانه لاره پلي بارګېن دې۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري ټويټ
-
د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د الېکټرانک منی انسټی ټیوشنز رېګولېشنز اجراء دستورې څخه وروستو ميډيا سره خبرې
-
د الوتكې رانسكورولو پېښه د تاريخ برخه ګرځيدلې
-
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وفاقي كابينې غونډې نه پس بريفنګ
-
خارجه سېكترې تهمینه په خارجه وزارت كښې ډپلومېټك كور ته بريفنګ
-
د ارواښاد فتح محمد بزدار د سيمې پرمختګ، جمهوریت او سیاسی خذمات به تل له ياد ساتلې شي، د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی
-
د هېواد اقتصادي سباون د برآمداتو زياتوالي سره تړون لري