اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) الېكشن كمېشن په خېبرپښتونخوا كښې د ضم كېدونكو پخوانو قبائېلي سيمو 16 حلقو كښې د صوبائي اسمبلۍ ټاكنو لپاره شيډول جاري كړې چې له مخې به ئې پولنګ د جولائي په دوهمه نېټھ كېږي۔د الېكشن كمېشن لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي شيډول له مخې د پي كے 100 نه تر 115 په 16 حلقو كښې په ټاكنو كښې برخه اخستو لپاره د نامزدګۍ كاغذونه د مئي په 7مه نېټھ ريټرننګ افسر لخوا جاري كړی شوې او 9 نه تر 11 مئي د نامزدګۍ كاغذونه ريټرننګ افسرانو سره جمع كولې شي۔د نامزد كانديدانو جانچ پړتال به تر 18 مئي اوشي۔د نامزدګۍ كاغذونه منظور يا رد كولو پريكړو په ضد درخواستونه به د مئي په 22مه نېټھ او د اپيلټ ټربيونل لخوا په دې خواستونو پريكړې د مئي تر 27مه نېټھ كېږي۔د كانديدانو نظرثانې شوو فهرست به د مئي پھ 28مې نېټھ جاري كولې شي۔د كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذونه د مئي په 29مه نېټه بېرته اخستلې شي او كانديدانو ته انتخابي نښې به د مئي په 30مه نېټھ الاټ كولې شي ٬ دغسې الېكشن كمېشن د اسلامي جمهوريه پاكستان دستور او د انتخابي قانون له مخې پھ دې حلقو كښې پوسټنګ او په ټرانسفر بندېز لګولې۔كوم هم حكومتي شخصيت يا منتخب استازې چې پكښې چې لوكل ګورنمنټ استازي هم شامل دي تر پولنګ د كوم هم پرمختيائي سكيم اعلان به نشي كولې ۔
متعلقہ مضامین
-
Imran tells US to sack Donald Lu
-
Threat alert: Sindh govt to impose section 144 across province
-
Donald Blome appointed as US ambassador to Pakistan
-
Training session for intending Haj pilgrims held
-
All institutions should carry out development work on Kartarpur: ETPB
-
Donald Blome appointed as US ambassador to Pakistan
-
Malik’s case a stigma on Indian judicial system: Mushaal
-
All institutions should carry out development work on Kartarpur: ETPB
-
Youm-e-Takbeer – a glaring example of indomitable resolve
-
Youm-e-Takbeer – a glaring example of indomitable resolve
-
Long march is against establishment, not govt
-
MPs panel approves ECP members from Punjab, KP