اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي امریکا دې د پاکستان او هند ترمېنځه ټولو حل طلب مسئلو له بيا د خبرو اترو پېل كولو له خپل كردار تر سره كړي ٬ منطقه كښې امن او د استحكام لپاره د پاك امريكې اړيكې ډېر اهميت لري٬ انټرا افغان مذاكرات د افغان روغې جوړې د عمل مهمه برخه ده۔ وفاقي وزير دا خبرې د نهې په ورځ د امريكې خارجه وزير مائيكل پومپيو سره د ټېلي فوني تماس په مهال كړې۔ د خبرو اترو په مهال مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو او منطقه كښې د امن او امان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔ دواړو خارجه وزيرانو په سوئيلي آسيا كښې امن او استحكام لپاره د تاٶ تريخوالي خاتمه ضروري ګرځولې۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي د نېشنل اېكشن پلان له مخې د پاكستان لخوا د پورته كړې شوو اقداماتو نه د امريكې خارجه وزير خبر كړو۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل منطقه كښې امن او د استحكام ودې لپاره د پاك امريكې شريكې اړيكې ډېر اهميت لري٬٬ منطقه كښې د تاو تاريوخوالي خاتمې لپاره د امريكې كردار د ستائنې وړ دے۔ شاہ محمود قرېشي د امريكې خپل همڅنګ ته د پاكستان لخوا د هندي پائليوټ هند ته د سپارلو پشمول منطقه كښې تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره د شوو هڅو نه خبر كړو۔ ده ووئيل امریکا دې د پاکستان او هند ترمېنځه ټولو حل طلب مسئلو له بيا د مذاكراتو په پېل كولو كښې خپل كردار لوبوي۔ دواړه مشران د افغان امن عمل پحقله مرسته روانه ساتلو ته سلا شول۔ افغان امن عمل كښې د پاكستان لخوا په جاري سهولت كارۍ هم خبرې وشوې٬ دواړو مشرانو د امريكې افغانستان لپاره د خاص نمائنده زلمے خليل زاد د پاكستان متوقع دورې په مهال د افغان امن عمل تر اوسه په شوي پېشرفت په تبادله هم اتفاق وكړو۔ شاہ محمود قرېشي افغانستان كښې د امن هلو ځلو پحقله ووئيل انټرا افغان مذاكرات د افغان روغې جوړې د عمل مهمه برخه ده۔ ده د امريكې او پاكستان قيادت ترمېنځه د روابطو په زياتولو زور رواړو
متعلقہ مضامین
-
President felicitates Muhammad bin Zayed on his election
-
Shehbaz decides to maintain petroleum prices, for now
-
Police prepare sketch of alleged female facilitator in KU blast
-
Your game has ended ‘for good’: Maryam
-
Police prepare sketch of alleged female facilitator in KU blast
-
Admin inspects quality, quantity and price of petrol
-
Admin inspects quality, quantity and price of petrol
-
Sana urges Imran Khan to share solid life threat evidence with Interior Ministry
-
FM to attend meeting on global food security in New York
-
Imran wanted to derail democracy: Afnan
-
Chilimjusht festival ends with great enthusiasm in Kalash
-
APHC leaders pay tributes to martyred youth in Shopian