رياض 28 مارچ (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د سعودي د كلتور وزير شهزاده بدربن عبدالله محمد بن فرحان سره د سعودي په پايه تخت رياض كښې ليدلې دي۔په دې موقع سعودي عرب كښې د پاكستان سفير علي اعجاز راجه او د انټرنل پبلسټي ونګ ډائرېكټر جنرل سهيل علي خان هم موجود وو۔پھ ملاقات كښې دواړه وروڼه هېوادونه د فلم ٬ډرامو جوړولو٬ د فنكارۍ شريكو موقعو لټولو او وركنګ ډلې جوړولو ته سلا شوي دي ۔ وركنګ ډلې د فنكارۍ په اړه د فېشن ډيزائنګ او فنكارانو تربيې له د شريكې مرستې موقعې هم پھ ګوته كړی ۔پھ ملاقات كښې سعودي عرب او پاكستان ترمينځه د كلتور په مېدان كښې د مرستې په اړه د مفاهمت يادښت ته حتمي شكل وركړی شو۔د سعودي وزير په سباؤن كښې د سعودي حكومت د اړخه په كوونكو كلتوري پروګرامونو كښې د پاكستان د فنكارو او سندرغاړو لپاره د فن څرګندونې تجويز وركړو۔۔په ملاقات كښې د فرورۍ په 18مه نېټھ كال 2019 اسلام آباد كښې په شوي غونډه كښې د ځينو پريكړو پېشرفت جاج هم واخستلې شو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د سعودي وزير د وزيراعظم عمران خان د كلتور څانګې په اړه د وژن څخه خبر كړو۔وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل كلتور د هېواد تشخص رامخې ته كولو مهمه ذريعه ده۔د اطلاعات وزير په پاكستان كښې د غربت خاتمې او معاشي استحكام لپاره د خادم حرمين شرفين شاه سلمان عبدالعزيز او ولي عهد محمد بن سلمان آل سعود په مرسته مننه وكړه۔د سعودي د كلتور وزير شهزاده بدر وئېلي دي د پاكستان او سعودي عرب شريكې اړيكې آزمائېلې شوي دي۔هغه د وزيراعظم عمران خان د پاكستان مستحكم كولو لپاره كړې هڅې وستائېلې۔د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن سره د خېبرپښتونخوا د اطلاعات وزير شوكت يوسفزئي هم د سعودي عرب په دوره دے۔پاكستاني پلاوې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په مشرۍ كښې د سعودي عرب د كلتور وزير
متعلقہ مضامین
-
Establishment, Imran were not on same page on foreign policy
-
Pakistan reaffirms complete security to Chinese nationals
-
Bomb-hit boy asks for help from dead mother
-
Important developments to be expected in next 48-hours: Sh Rasheed
-
UNDP, CDA launch mega solid waste management project
-
PM welcomes Chinese company Sinovac’s interest for joint venture in disease diagnosis
-
President summons Senate session on May 23
-
Buner’s stone industry may attract Chinese investors
-
PTI appoints former SSG commando as Imran CSO
-
Imran culprit behind economic catastrophe, inflation: Marriyum
-
BJP using diversionary tactics to hide failure in IIOJK: Omar
-
ECP to put voters list on display from May 21