اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د بيان هركلي كولو سره وئيلې دي پاكستان امريكې سره د اوږدې مودې اړيكې لري او د امريكې مداخلت منطقه كښې امن لپاره مرستياله ګرځېدې شي ۔ د زيارت په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كايبنه كمېټۍ د غونډې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل وزیراعظم عمران خان او كابينې د غوره خارجه پاليسۍ خپلولو د اړي ګړي په دې صورتحال كښې په غوره سفارتكارۍ خارجه وزير او وزارت له مباركي وركړې ۔ ده ووئيل مونږ د اولس مشر ډونلډټرمپ د بيان هركلې كوٶ٬ مونږ خوشحاله يو چې ټرمپ د صورتحال په سنګينۍ پوهېدو سره د مداخلت پرېكړه كړې ۔ ده ووئيل د امريكې مداخلت منطقه كښې امن او امان لپاره مرستياله ګرځېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د شپې زما د سعودي خارجه وزير سره خبرې شوې او ھغه پاكستان ته د راتګ خوښي څرګنده كړې چې ما ئې هركلې وكړو۔ ده ووئېل (نن) د سعودي خارجه وزير د ولي عهد مهم پېغام سره پاكستان ته راځي ٬ شاه محمود قرشي ووئېل مونږ خو د وړومبۍ ورځې نه وئيل مونږ امن او امان غواړو٬ مونږ خو د وړومبۍ ورځې نه وئيل د هند لخوا منطقه كښې اړي ګړي پېدا كولو هڅې د سياسي مقاصدو له مخې دي۔ خارجه وزير ووئيل اوس خو د بي جے پي مشرانو خپله منلې چې د پاكستان په حدود كښې فضائي بريد سره مونږ ته په لوك سبها كښې د 22 زياتو چوكو ترلاسه كېدو امكان دے۔
متعلقہ مضامین
-
Yaum-e-Ali (RA) observed with religious fervor
-
Over 10 million poor families benefited from PM’s Ramazan relief package
-
PM directs for cut in load shedding duration
-
Pakistan trashes Indian propaganda over Kartarpur corridor
-
Prince Harry, Meghan Markle ‘reassured’ about UK safety after visit with Queen
-
DG NAVTTC visits institutes to ensure quality trainings under Prime Minsiter’s Kamyab Jawan
-
Murder accused held during search and combing operation
-
World Day for Safety & Health to be marked on April 28
-
Two children die in house fire
-
Anti-India demos as Kashmiris mark Modi’s visit as Black Day
-
World Day for Safety & Health to be marked on April 28
-
Lok Virsa arranges Eid bazaar for people