اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د وزیراعظم خاص مرستيال افتخار دراني وئيلي دي د مسلم لیګ (ن) پخوانو واكمنو په نامه تجربه كارې ډلې پنجاب 1200 اربه روپو نه زيات قرض دارې پرېښې او معيشت ئې سخت زيان سره مخ كړې٬ د 70 اربه روپو يو چېك باٶنس شوې٬ تريموں پاور پراجېكټ ئې د لوظنامو نه غېر پېل كړې چې پكښې د 142 اربه روپو د ډوبېدو اندېښنه وه او د لس اربه روپو ګارنټي هم وېستلې شوې ٬ دا د هېواد او قام سره ښكاره ټوقې دي۔ د دې خيالاو څړګندونه ده د ګل په ورځ د پنجاب د خزانې وزير مخدوم هاشم او د توان وزير محمد اختر سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د پنجاب د خزانې وزير مخدوم هاشم ووئيل مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند هېواد لوټ كړې٬ مسلم ليګ (ن) د برېښنا په لوظ ټول ټاكنې كړې او په قامي نظام كښې ئې د لس زره مېګاٶاټ برېښنا شاملولو ډنډوره كړې ۔ ده ووئيل د (ن) ليګ حكومت د تريموں پاور يوه منصوبه پېل كړې او د 1200 مېګاٶاټ منصوبه ئې غېر د لوظنامې نه پېل كړې ده ٬ دې كښې د توان د اخستو هېڅ لوظنامه نه ده شوې او نه د ګاز اخستو پشمول بانكونه شامل كړې شوي٬ ده ووئېل د نجي څانګې شاملولو نه غېر په پټو سترګو دا منصوبه د قام د اربونو روپو هضم كولو هڅه ده ۔ ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) پخواني واكمنو په نامه تجربه كارې ډلې پنجاب 1200 اربه روپې نه زيات قرضدارې پرېښې او معيشت ئې سخت زيان سره مخ كړې٬ ده ووئېل د 70 اربه روپو يو چېك باٶنس شوې٬ وزیراعظم عمران خان سره په دې منصوبه خبرې شوې دغسې چې دا منصوبه ترسره كولو سره د قام او هېواد پېسه بچ كړې شي او د كوټلې منصوبه بندۍ سره دا پروژه مخ په وړاندې بوتللې شي ۔ د پنجاب د توان وزير محمد اختر ووئيل د تجديد وړ توان مصنوبو لګولو ته اړتيا ده دغسې چې د توان پېداوار زيات شي ٬ ده ووئيل په افسوس سره دا وائم چې تېر حكومت د تجديد وړ توان په منصوبو قدغن لګولې ٶ او په ګرانه بېعه تېل اخستو سره ېې زرمبادله خرڅ كړې۔ ده ووئيل تریموں پاور پروژه د بشپړولو د ګارنټۍ نه غېر پېل كړې شوې ځكه چې دوي سره تجربه كاره ډله نه وه او يوازې د ګډ ګورننس چغې وهلې كېدلې
متعلقہ مضامین
-
People, not army, can safeguard democracy
-
Army to uphold constitution at all costs
-
Govt renews passports of Nawaz, Ishaq Dar: Sources
-
SC directs KP govt to submit proposals regarding restoration of magistracy system
-
LHC orders deputy speaker for holding election of CM Punjab on April 16
-
SC directs KP govt to submit proposals regarding restoration of magistracy system
-
Five held for kite flying, selling
-
Milvik Mobile Pakistan partners with ROZEE.PK to launch BHealthy
-
Girl killed by father for refusing to marry old man
-
Girl killed by father for refusing to marry old man
-
Winder Dam of 3 MW capacity to be completed in 2025
-
EBM collaborates with HabibMetro for easy home-financing solutions