اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د پاكستان او ایران ترمېنځه د رېل پټلۍ بهتري او همكاري د دواړو هېوادونو په ګټه ده٬ د كوئټه ٬ تفتان او زاهدان د رېل پټلۍ ښه كولو هڅې به ګړندۍ كولې شي٬ د پاكستان رېلوے د ایران رېلوے د پوهې نه استفاده كوي٬ د تكنیكي پوهانو ډله به زر جوړه كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده زيارت په ورځ د ايران سفير مهدي هنر دوست سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال د ايران سفير د رېلوے وزير ته د ايران حكومت لخوا د قازوېن –رشت رېلوے روټ پرانستې دستوره كښې د ګډون كولو بلنه وركړه كومه كښې چې به د ايران اولس مشر حسن روحاني خاص مېلمه وې٬ دستوره به د مارچ په 6مه نيټه كېږي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د پاكستان او ایران ترمېنځه د رېل نېټ ورك بهتري او شراكت داري د دواړو هېوادونو په ګټه ده٬ د كوئټه ٬ تفتان او زاهدان د رېل پټلۍ ښه كولو هڅې به ګړندۍ كولې شي٬ د پاكستان رېلوے د ایران رېلوے د پوهې نه استفاده كوي٬ ده ووئېل د تكنیكي پوهانو ډله به زر جوړه كړې شي ۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د اسلام په قوي رشته يو بل سره تړلې شوې او ګاٶنډي هېوادونه دي او د دواړه هېوادونه مذهبي٬ سماجي او كلتوري اړيكې لري۔ په دې موقع د ايران سفير ووئيل پاكستان د ايران ورورو هېواد دے او زمونږ اړيكې يو تاريخ لري۔
متعلقہ مضامین
-
Over 4 million pilgrims perform Umrah since start of Ramazan
-
Over 4 million pilgrims perform Umrah since start of Ramazan
-
Patel urges focused efforts for eradication of polio
-
IHC reserves decision on case against ex-DG NAB
-
Earth Day celebrated
-
Abducted girl recovered after 7 months
-
Govt provides all resources to keep PDMA active: Bizenjo
-
140 policemen get appreciation certificates
-
Army officer torture case: court extends physical remand of accused
-
Sharjeel Memon made Sindh info minister
-
Nigerian Chief of Defense calls on Air Chief
-
Pakistan reports first polio case in 15 months