اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی سره د مصر سفیر احمد محمد فضل یعقوب د جمعې په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې وليدل۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د سېنېټ چیئرمېن صادق سنجرانی ووئيل مصر او پاكستان خپلو كښې سیاسی، سماجی او كلتوري اړيكې لري۔ ده ووئيل پاكستان مصر سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ د مصر پخوانې تهذیب او تمدن اثرات په ټوله سيمه كښې نن هم ښكاره دي۔ ده ووئيل پاكستان مصر سره دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو كښې خوښې لري۔ نړيوال او سيمه ايز تناظر تر نظر لاندې ساتلو سره د پاكستان او مصر اړيكو لا قوي كولو ته اړټيا ده۔ ده ووئيل تجارت، سیلګري او سرمایه كارۍ په څانګو كښې د يو بل د تجربو څخه بشپړه استفادہ كېدې شي۔ ده ووئيل پارلمانی سفارتكاری كارولو سره په اولسي كچه د اړيكو لا قوي كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د پاكستان زدكونكو لپاره جامعه الازهر كښې د سكالر شپس د لارې اعلیٰ تعلیم ترلاسه كولو موقعې دې پیدا كړې شي۔ده ووئيل مسلمانان دا مهال د خپلو كښې د اختلافاتو ښكار دي، مسئلې به د خبرو اترو د لارې حل كول وي۔ جنګ د مسئلو حل نه دې۔ ده ووئيل د مسلمانانو اتحاد لپاره به په ګډه هڅې كول وي۔ د مصر سفیر د پاكستان او مصر اړيكې مخ په وړاندې بوتللو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو پراخه ګنجائش شته۔
متعلقہ مضامین
-
د رنځونو مخنيوي له به صوبائي ادارو او اېن جي اوز له په ګډه كار كول وي
-
د سېلګرۍ هلو ځلو ودې له د كلتوري ورثې ساتنې ته اړتيا ده
-
وزيراعظم عمران خان سره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر ماريه فرنينډا ايسپينوسا وليدل
-
پاك بحريه او د عمان رائل بحريه د عمان په اوبو كښې تمر الطيب مشق كوي
-
د پاکستان تحریك انصاف حکومت به د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل قامی یوتھ کمېشن جوړوي
-
وزيراعظم عمران خان د شېخ تميم بن حمد الثاني په بلنه په دوه ورځنۍ دوره قطر ته لاړ
-
مخدوم شاہ محمود قرېشی په وردك ولايت كښې د ترهګرو بريد وغندلو
-
د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر سره د بېلا بېلو هېوادونو اتاشيانو او د ھغوي كورودانو وليدل
-
د وزيراعظم يوتهـ افيئر كمېټۍ معذور ځوانان په معاشي توګه بااختياره كولو لپاره د نېشنل يوتھـ امپاورمنټ كارډ جاري كولو منصوبه لري
-
د نېب چيئرمېن جسټس (ر) جاوېد اقبال په مشرۍ كښې غونډه –
-
د آئي جي موټروے پوليس اے ډي خواجه لخوا د شهيد انسپكټر محمد احسان كورنۍ له د 75 لكه روپو معاوضې ٬ هره مياشت پنشن او د خصوصي الاؤنس اعلان
-
د اولنۍ مېرمنې بېګم ثمينه علوي د پاكستا بېت المال دوره ٬ سيمنار كښې ګډون ٬ معذورو وګړو كښې د وېل چيئر او د مالي مرستې چېكونو وېش