اسلام آباد 06 فروری (اے پی پی) وزيراعظم وئېلي دي د قامي ايئر لائن نجكاري د پي ټي آئي پھ منشور كښې نشته ٬ ادارې د خسارې څخه ساتلو لپاره په اصلاحاتو عمل كوو ٬د پي آئي اے چارو او د ادارې ښه والي لپاره د پورته كوونكو ګامونو په اړه دې اولس پرله پسې خبر وساتلې شي۔ده دا خبره د ايوي اېشن وزير محمد ميا سومرو او د پاكستان انټرنېشنل ايئر لائن سي اي او ايئر مارشل ارشد محمود سره په خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال د خزانې وزير اسد عمر هم موجود ؤ ۔د پي آئي اے سي اي او وزيراعظم د قامي ايئر لائن بحالۍ لپاره د پورته كوونكو ګامونو د پېشرفت څخه خبر كړو۔اداره ګټوره جوړولو او ادارې په بدعنوانۍ كښې د ككړو عناصرو څخه پاكولو په اړه پھ كېدونكو اقداماتو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔وزيراعظم ووئيل د قامي ايئر لائن نجكاري د پي ټي آئي پھ منشور كښې نشته ٬ ادارې د خسارې څخه بچ كولو لپاره په اصلاحاتو عمل كوو ۔ده ووئيل د اصلاحاتو مقصد قامي ايئر لائن مسلسل د مالي زيان څخه بچ كول او ادارې ګټوره جوړول دي۔د ايوي ډويژن سېكتر د نوې ايوي اېشن پالېسۍ په اړه وزيراعظم له بريفنګ وركړو۔هغه ووئيل د پي آئي اے جامع بزنس پلان به د مارچ په آخر كښې حكومت ته وړاندې كړې شي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د پي آئي اے معاملات او د ادارې بهترۍ لپاره د پورته كوونكو ګامونو نه اولس مسلسل خبر وساتئ
متعلقہ مضامین
-
Zameen.com holds successful crowd-puller property sales event in Karachi
-
Financially empowered women vital for family support: Samina
-
Shujaat ‘like a brother’ to PM: govt again approaches PML-Q
-
Farrukh appeals ECP to start hearing of PML-N, PPP foreign funding case at earliest
-
At OIC-CFM, Pakistan to act as a bridge to promote Muslim unity: FM
-
No-confidence motion against PM to face defeat: Fatyana
-
PTI public meeting, not meant for confrontation with any political party: Fawad
-
Governor Sindh, law makers call on PM to express confidence
-
Farrukh appeals ECP to start hearing of PML-N,PPP foreign funding case at earliest
-
IRSA releases 67003 cusecs water
-
Tait thrilled to join Pakistan team
-
DOAM all set to preserve KP heritage sites