اسلام آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګڼدا پور وئيلي دي پرمختګ او سوكالۍ له د پاكستان سم او مثبت تشخص په نړيواله كچه رامخې ته كول ضروري دي۔ ده اسلام آباد كښې د نېشنل بنك او ټرېك پاكستان ترمينځھ د پاكستان امېج غوره كولو په اړه د تفاهم يادښت لاس ليك په مهال د خپلو خيالاتو څرګندونه كوله۔ ده ووئيل د تفاهم دا يادښت خوشبينه دے۔ د دې ترمخه به نېشنل بنک غېر ملكي زده كوونكو ته د پاكستان دورې لپاره مرسته وركوي۔ ده ووئيل د نړيوال پوهنتون كوم زده كوؤنكي چې د پاكستان دوره كوي هغوي به د سېلګرۍ ځايونو او كلتور په اړه مناسب دريځ خپلولې شي۔ بېرته تللو سره به دوئي د پاكستان غوره سفيران ثابت شي۔ ده ووئيل دا منصوبه ډېره مهمه ده او دې سره به د پاكستان بېلو څانګو او په خاص توګه د سېلګرۍ څانګې ودې له مرسته ترلاسه شي۔ وفاقي وزير د نشنل بنك په چارواكو زور راوړو چې د ګلګت بلتستان ځائي ودانۍ له په خپلو كورونو كښې مېلمنو لپاره د يوې يا دوو كوټو جوړولو له د سود نه پاك قرض سكيم جاري كړي۔ده ووئيل هېواد كښې د سېلګرۍ څانګې ودې له حكومت وېزه پالېسي نرمه كړې كومې سره به چې د غېر ملكي سېلګرو شمېره زياته شي او د پاكستان معيشت به مضبوط شي
متعلقہ مضامین
-
Govt taking steps to empower women: minister
-
Kashmala urges women parliamentarians to work for protection of women inheritance rights
-
China’s textile company distributes prizes among employees
-
Rain with thunderstorm, light snow over hills at scattered places of KP
-
Food chain to donate part of its income to Al-Shifa Trust
-
Pakistan fully committed to protection of women’s rights: FO
-
Women’s Cricket World Cup scores: PAK v AUS
-
Pakistan fully committed to protection of women’s rights: FO
-
Pakistan fully committed to protection of women’s rights: FO
-
Govt takes various steps to provide a conducive environment to women, girls: Mazari
-
IHC clubs two petitions against PECA
-
Imran tasting his own medicine, says Maryam