اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) حكومت د اولس ستونزې هوارولو لپاره د نېشنل اېكشن پلان مرتب كولو پرېكړه كړې او په دې لړ كښې خاص پارلماني كمېټي جوړولو او د مخالفې ډلې ګوندونه په اعتماد كښې د اخستلو لپاره د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ته ذمه وارې وركړې شوې ۔ كمېټي به د نېشنل اېكشن پلان مرتب كولو په اړه وړاندېزونه وركوي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر به د دې ټول عمل څارنه كوي۔ د ذريعو له مخې وزيراعظم عمران خان د تعليم٬ روغتيا٬ د اوبو كمي او د كركيلې غوندې څانګو ستونزې حل كولو لپاره د نېشنل اېكشن پلان جوړولو پرېكړه كړې ده ۔ په دې لړ كښې وزيراعظم د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ته سپارښتنه كړې چې په دې لړ كښې دې خاص پارلماني كمېټي جوړه كړې شي كومه چې د ستونزو حل لپاره د نېشنل اېكشن پلان جوړولو په خاطر وړاندېزونه جوړ كړي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر به د دې كمېټې مشر وي او په نېشنل اېكشن پلان به د عملدرآمد څارنه كوي۔ د ذريعو له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ته وئيلي شوي هغه دې په دې لړ كښې ټول پارلماني ګوندونه هم په اعتماد كښې واخلي۔ د نېشنل اېكشن پلان پارلماني كمېټې كښې به ټول ګوندونه شاملولې شي او كمېټې به خپل راپور پارلمان ته وړاندې كوي۔ په دې لړ كښې به د سمندر پورې پاكستانيانو نه هم تجويزونه ترلاسه كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
The International Human Rights Day
-
Pakistan Navy celebrates 49th Hangor Day
-
SHC seeks reply of Centre over desalination plant at Karachi island
-
Army on high alert as India plans false flag operation
-
Mercury drops to minus 21 after snowfall in Diamer
-
International Human Rights Day and women home based workers’ struggle
-
Pakistan rejects US designation on religious freedom
-
Pakistan rejects US designation on religious freedom
-
British High Commission Holds Roundtable on Media Freedom
-
DJ Butt released on bail in ‘illegal weapon’ case
-
COVID patients crosses 46000, 56 more died on Wednesday
-
Afghan female journalist Malala Maiwand shot and killed in Jalalabad