اسلام آباد 11 جنوری (اے پی پی) د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار سره د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ملاقات كړی چې پكښې د پینډۍ لئی ايكسپرېس وے٬فلډ چينل پراجېكټ منصوبه بندۍ او تعمير٬د پرمختيائي پروژو او امن او امان صورتحال پشمول په نورو چارو غور وشو۔د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په پینډۍ ښار كښې د پنجاب فوډ اتهارټي بلا جواز كاروائيو په اړه د كاروباري حلقو ګيلو څخه اعلٰی وزير خبر كړو۔د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار د پینډۍ د ستونزو زر لرې كولو له باور وركړو او(نن)يې د خالي په ورځ اړوند سېكتر راغوښت۔په اعلٰی كچ غونډه كښې به شېخ رشيد احمد هم ګډون كوي۔د پنجاب اعلٰی وزير عثمان بزدار د پاسكتان رېلوے خسارې څخه ويستلو لپاره د رېلوے وزير د هڅو ستائنه وكړه۔وزيراعظم عمران خان تېره مياشت شېخ رشيد احمد د ناله لئي ايكسپريس وے او فلډ چينل پراجېكټ فوكل پرسن مقرر كړے ؤ ۔په دې لړ كښې شېخ رشيد احمد د ناله لئی پروژه په كال 2002 كښې پیل كړی وه او د دغې نه پس راتلونكو حكومتونو هغه بنده كړی وه۔په دې پروژه ابتدائي لګښت 18 اربه روپۍ وو٬د دې پروژې له مخې به د ناله لئی دواړه اړخو ته سګنل فري سړكونه جوړولې شي۔ دې سره به د پینډۍ او اسلام آباد ترمينځه ټرافېكي مسائل حل كولو له مرسته ترلاسه شي۔دې پروژې سره د ناله لئی له امله په پینډۍ كښې د راتلونكي سېلاب مخ نيوې به ممكن شي
متعلقہ مضامین
-
NADRA starts two new facilitation centers in remote parts of GB
-
Officers attending SMC visit SSU headquarters
-
IGP stresses more training courses for cops
-
Two Hindus promoted to rank of lt colonel
-
Ukraine-Russia war and Pakistan
-
HBL PSL 7: Shahid Afridi applauds Shaheen for his captaincy
-
Russia-Ukraine conflict: Pakistan rules out joining ‘camp politics’
-
Archbishop Canterbury arrives on three-day visit
-
Master trainers hold training session before Local Body Election in Dir Lower
-
PCB includes Fazal Mahmood into the Hall of Fame
-
Gepco issues power suspension schedule
-
Gepco issues power suspension schedule