اسلام آباد 09 جنوری (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د پاكستان لپاره كال 2019 د ټېك اپ كال دے ٬كه د پي ټي آئي حكومت 20 فيصده هم كامياب شي نو اولس به يې قبول كړي٬نواز شريف او د آصف علي زرداري كورنۍ راته د پاكستان په سياست كښې نه ښكاري ٬كومو سياستمدارو چې د اولس پيسه غلا كړی هغه دې بېرته راوړي٬دا مهال د جمهوريت لپاره د عمران خان نه غېر بل كوم آپشن نشته٬په ذاتي توګه د پوځي عدالتونو د مودې پراختيا ملاتړ كوم٬د پوځي عدالتونو په سوب پھ هېواد كښې ترهه ګر انجام ته رسولې شي٬ د شهباز شريف د پي اے سي چيئرمېن جوړولو په ضد به اعلٰی عدليه ته رجوع كوم۔د شورو په ورځ اے پي پي سره په خپله خاص مركه كښې د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل اپوزېشن كول آسان او حكومت كول ګران وي٬وزيراعظم عمران خان دا كرېډېټ لري چې په دومره كرائسسز كښې هم خواري كوي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پېښو چېلنجونو مخ نيوي له شپه او ورځ كار كوو٬تر 30 مارچ به زياتې چارې سمې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د رېلوے وزير په حېث بلاول بهټو زرداري له بلنه وركوم چې د رېل د لارې د پاكستان سېل وكړي٬د دې نه علاوه د هغه د پلار په سياست كښې څه كار نشته۔ده ووئيل ما ته د زرداري او نواز شريف كورنۍ د هېواد په سياست كښې نه ښكاري۔ده ووئيل ماته نه ده معلوم چې د بېنظيربهټو د مرګ اسباب څه وو٬د دې ځواب د هغه كورنۍ وركولې شي۔آصف علي زرداري د بېنظيربهټو د مرګ ذمه وار نه ګرځوم٬ شيخ رشيد ووئېل د بېنظيربهټو د مرګ تر ټولو زياته ګټھ آصف علي زرداري ته رسېدلې۔د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د خزانې وزير اسد عمر ښه او ديانتدار انسان دے۔په پي ټي آئي كښې دې چوكۍ لپاره د آسد عمر نه علاوه بل څوك ښه نشته دغسې دا وخت د جمهوريت لپاره د عمران خان نه غېر بل كوم آپشن نشته۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زه په ذاتي توګه د پوځي عدالتونو موده كښې د پراختيا ملاتړ كوم
متعلقہ مضامین
-
More than 6.2mln children to be vaccinated in Anti-Polio drive
-
IT exports increase by 32.65% in seven months
-
Rain lashes different parts of country; to continue on Saturday
-
Bishop of Canterbury’s visit to strengthen int’l interfaith harmony, dialogue
-
COVID-19 claims four more patients, infects 495 others
-
Book highlighting negative impacts of deforestation launched
-
CEO suspends 22 head teachers for violating anti-dengue SOPs
-
Book highlighting negative impacts of deforestation launched
-
Biodiversity knowledge parks planned, 505m saplings planted under 10BTAP in KP
-
Egyptian delegation visits Central Business District
-
PRCS, TRC sign MoU for repatriation of 3000 Pakistanis
-
No new polio case reported in Sindh since 2020: Murad