جهلم/مریاله 22 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي چې د تيرو 50 كلونو په نسبت په دې 5 كلونو كښې به هېواد پرمختګ وكړي، مونږ له به د جينكو تعلیم ته پام لرنه كول وي، مور چې لوستي وي نو ټوله كورنۍ تعليم ترلاسه كولې شي، د خپلې سيمې ټولې مسئلې به حل كوم ، جهلم نه تر پنډدادن خان سړك به د 9 نيم اربه روپو لګښت سره دوه اړخيزه كولې شي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د خالي پھ ورځ پاك سکول سسټم جهلم تر سيورې لاندې سپورټس ګالا انعامونو وېش دستورې ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ ده ووئيل دلته د سكول جينكۍ كتلو سره ډير خوشحاله شوم۔ ده ووئيل كله چې ماشوم زدكړې ترلاسه كوي نو هغې سره يو كس اعليم ترلاسه كوي او كله چې جينكۍ زدكړې ترلاسه كوي نو هغې سره ټوله كورنۍ تعليم ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل د دې سيمې وګړي زياتو ستونزو سره مخ دي ، چې سکول وي نو استاذ نه وي ، چې روغتون وي نو ډاكټر نه وي۔ده ووئيل په دې وياړ لرو چې د بائی دیس سيمه يوه داسې سيمه چې په هره يوه ادهيره كښې ئې شهید خښ دې او داسې كلې نشته چرته چې غازی موجود نه وي۔ د دې سيمې وګړو د پاکستان د پولو لپاره وينه وركړې۔ ده ووئيل دا ضروری ده چې دلته مياندې هم تعليم يافته وي۔ ده ووئيل په دې خبره ډير خوشحاله شوې يم چې ګڼ شمير ماشوماني سكول ته ځي۔دلته به ډير زر كالج هم جوړ كړې شي۔ ده ووئيل باي د ماشومانو سره سره جينكۍ هم په لوبو كښې برخه واخلي۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل مونږ به هڅې كوو چې جنډاله سکول اپ ګريډ كولو سره په دې كښې د جينكو لپاره جمنازیم جوړ كړې شي۔ ده ووئيل يواځې د ودانۍ جوړولو نامه سکول یا روغتون نه دې سکولونو او روغتونونو كښې به د استاذانو او ډاكټرانو کمې هم پوره كولې شي ۔ او هغه وخت لرې نه دې كله به چې د سيمې ډاکټر او استاد راشي۔ ده ووئيل تھر كښې نه سکول شته او نه عمله، هغه وخت به هم راشي كله به چې وګړي په ذهنی توګه هم قوي شي او داسې يواځې د تعليم د لارې ممكن ده۔ ده ووئيل د هرن پور نه تر دینه د ګاز پائپ لائن غزولې كېږي او دغسې ټولې سيمې له به ګاز وركولې شي۔ ده ووئيل جهلم نه تر قنډدادن خان تلونكې سړك به دوه اړخيزه كولې شي او په دې به 9 نيم اربه روپۍ لګښت راځي ۔ دا منصوبه به درې كلونو كښې بشپړ شي۔ د اطلاعات وزير ووئيل بائی دیس سيةمې لپاره کالج ته اړتيا ده كه موقع ترلاسه شوه نو دا به هم جوړ كړې شي۔ ده ووئيل چې د تيرو 50 كلونو په نسبت په دې 5 كلونو كښې به هېواد پرمختګ وكړي، مونږ له به د جينكو تعلیم ته پام لرنه كول وي، مور چې لوستي وي نو ټوله كورنۍ تعليم ترلاسه كولې شي، د خپلې سيمې ټولې مسئلې به حل كوم۔ د دستورې په آخر د پاك سکول سپورټس ګاله كښې ښه کارکردګی کونكو زدكونكو له وفاقی وزیر انعامونه او شیلډز هم وركړل۔
متعلقہ مضامین
-
All out efforts being made to provide relief to people: Khawar
-
LHC CJ performs ground-breaking of judges residences
-
Workers are real strength of PTI: Gill
-
2,700 people held over kite-flying, aerial firing
-
Workers are real strength of PTI: Gill
-
2,700 people held over kite-flying, aerial firing
-
Promotion of interfaith harmony stressed
-
PM invites Austrian Chancellor to visit Pakistan
-
Govt plans to increase electricity price by Rs 6.10/unit
-
Frustrated opp pursuing politics of chaos: Qureshi
-
Opp politics not based on ideology, principles
-
Rise in Karachi crimes due to ‘economic downturn’