اسلام آباد 21 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې اولس له د روغتيا معیاری اسانيو وركولو او د روغتيا څانګو كښې خذمات ترسره كونكو سرکاری ادارو كښې اصلاحات او د هغې د سروس معیار ښه كولو ته حکومت پام لرنه كوي، د میډیکل په څانګه كښې د ټول هېواد ایکسپورټ پوټېشنل زياتولو ته به خاص پام لرنه كولې شي۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ د هیلتھ ټاسك فورس غونډې مشري كولو سره كړي۔ په غونډه كښې د روغتيا وفاقی وزیر عامر محمود کیانی، د پنجاب د صحت وزيرې ډاکټر یاسمین راشد، د روغتيا وفاقی سیکتر، پروفېسر عبدالباری خان، ډاکټر فیصل سلطان، ډاکټر رئیسه ګل، شاهین غنی او نرو ګډون وكړو۔ د روغتيا وزیرِ عامر محمود کیانی وزیرِ اعظم له په وفاقی پايه تخت كښې د روغتيا څانګه كښې وركړې شويو اسانيو او پھ دې لړ كښی د لا ښه والې لپاره په اقدامات او اصلاحات تفصیلی بریفنګ وركړو۔ هېواد كښې د نرسنګ په څانګه كښې زيات شوې حاجت پوره كولو په تګلاره غور وشو۔ د ِ روغتيا وزير د اړخه پاکستان میډیکل اینډ ډینټل کونسل ایکټ او ډرګ ریګولیټری اتھارټی آف پاکستان قوانین كښی د بدلون په اړه د پیش رفت څخه خبر كړو۔ وزیرِ اعظم د مجوزہ بدلون عمل په دوه اوونو كښې د بشپړولو سپارښتنه وكړه۔هېواد كښې ریسرچ او د لیبارټریز اپ ګریډېشن په اړھ پھ اقداماتو هم بریفنګ وركړې شو۔
متعلقہ مضامین
-
People in IIOJK living a hellish life under shadow of war: APHC
-
Qadri proposes PM Khan to mark ‘Int’l Hijab Day’ on March 8
-
16 dead, 1,082 injured in 1,035 accidents in Punjab
-
Govt taking result-oriented steps for controlling environmental changes: Zartaj Gul
-
NCHD, UNICEF ink agreement for feasibility study on KP’s education requirements
-
Govt taking result-oriented steps for controlling environmental changes: Zartaj Gul
-
Goverment allies to fully support PTI, says Khawar
-
Social media helped rescue poached leopard cats from Karachi: Amin
-
US officials discuss ‘potential’ resettlement with Afghans
-
85 booked for lynching ‘mentally unstable’ man in Khanewal
-
Opp stunt of no-confidence motion bound to fail: CM
-
PTI’s Umar Amin Gandapur wins mayoral seat in KP local Govt. election