اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير ډاكټر محمد فروغ نسيم وئېلي دي ليګل اصلاحات يو لوې چېلنج دے ٬دې لپاره اقدامات كوو٬ديواني مقدمې زر تر زره ترسره كولو له بدلون راوړو٬سول مقدمه به دوه دونيم كاله كښې ترسره كولې شي٬د نادرا پھ مرسته د ميراث سرټيفيكېټ په جاري كولو بدلون غور روان دے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ميټ دې پرېس ته په خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل ليګل ريفارمز يو لوې چېلنج دے٬دې لپاره اقدامات كوو۔ډاګټر فروغ نسيم ووئيل د اولسي آسانيو لپاره په بېلو قوانين كښې د بدلون كولو تجويز لرو ٬ديواني مقدمو زر تر زره ترسره كولو له هم بدلون راوړو٬ورثاتي جائيداد منتقل كولو له هم په قانون كښې د بدلون تجويز شته۔ده ووئيل ليټر آف اېډمنسټرېشن او سكسېشن سرټيفيكېټ لپاره كورټ ته رجوع كول وي٬په قوانين كښې بدلون سره به دا ليټر د نادرا څخه جاري كولې شي۔۔ده ووئيل د ديواني كيس اپيل به نيغ په نيغه هائي كورټ كښې كېږي۔وفاقي وزير ووئيل هائي كورټ به د قانون او حقائقو جاج اخستلو سره پړيكړه كوي
متعلقہ مضامین
-
SC asks NAB to submit report on cases’ progress
-
CPNE asks PML-N to apologise for ‘unfair’ ad policy
-
Promotion of technical education imperative for sustainable growth
-
CPNE asks PML-N to apologise for ‘unfair’ ad policy
-
Sanjrani refuses to accept India’s invite to visit New Dehli
-
ICT Police making concerted efforts to curb drug-peddling
-
Zero tolerance on incidents of abuse, harassment against women: IGP
-
Anti-rape law clarifies role of admin, police, hospitals: Dr Farogh
-
It is not contempt of court to speak about retiring judges, even ex-CJPs: Justice Minallah of the IHC
-
Punjab becomes Pakistan’s first polio-free province
-
Commercialization has consumed the industrial unit, warns CJP
-
Police detains civil judge over rape allegation in Lower Dir