اسلام آباد ۔ 4 ستمبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي صدارتي ټاكنې آخري پړاؤ څخه تېرېدونكې دي۔ ډاكټر عارف علوی به لوئې اكثريت سره د پاكستان اولس مشر جوړ شي۔ نن ماښام به د هغه خذمات پاكستان لپاره وي۔ د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان او عارف علوي به هېواد مخ په وړاندې بوځي۔ په صدارتي ټاكنو كښې زمونږ په مقابل كښې د مخالفې ډلې دوه كانديدان ولاړ دي او دواړه به ناكامه شي۔ ده وويئل مولانا فضل الرحمن دې نه وړاندې هم صدارتي ټاكنې كړي ۔ د هغه د اولس مشر جوړېدو خواهش ترسره كېدل راته نه ښكاري۔ ده ووئيل الېكشن كول د هغه جمهوري حق دے۔ ده ووئيل 12 كاله وړاندې هم زه رېلوے كښې ووم زما د تجربې هېڅ متبادل نشته۔ ده ادعا وكړه په 100 ورځو كښې به رېلوے د خپلې كاركردګۍ په حېث تر ټولو په غوره كچه وي۔ وفاقي وزير ووئيل عارف علوي د ټولو اولس مشر دے۔ دا وئيل چې زمونږ كابينه تجربه نه لري سمه خبره نه ده
متعلقہ مضامین
-
UK approves Chinese Covid vaccines
-
Buzdar for sparing no effort against dengue
-
ADB to give $600m for Pakistan’s social protection programme
-
COAS lauds HIT efforts to attain self-reliance
-
New US special envoy for Afghanistan to meet Taliban in Pakistan: official
-
Afghan FM to arrive in Pakistan today
-
Policeman gunned down in Kasur
-
Policeman gunned down in Kasur
-
Accused pleads for settlement with Noor’s family
-
Alvi for expediting parliament’s digitalisation
-
India sends thousands more troops to IIOJK
-
Imran censures ECP for opposing EVMs, reforms