فېصل آباد۔2 جون(اے پی پی ) د مؤمنانو مور سيده عائشه صديقه (رض) د وفات ورځ د خالي په ورځ عقيدت او احترام سره ولمانځلې شوه۔ حضور نبي كريم (ص) دې سره ډېره زياته مينه لرله۔ دا يوه فقيه مېرمن او د سوؤنو په شمېر حديثونو حافظه وه۔ دې ته حضور نبي كريم (ص) سره نزدې تر 10 كالو پاتې كېدو درناوې ترلاسه دې۔ دې لوئې شمېر غلامان آزاد كړي۔ د دې په شان كښې د قرآن كريم 17 آياتونه هم نازل شوي۔ د مؤمنانو مور حضرت سیدہ عائشه صدیقه (رض) د وفات ورځې په مهال ټول هېواد كښې دستورې وشوې كومو كښې چې علماﺀ كرام ٬ مشائخو ٬ مذهبي دانشورانو او نورو مهمو ديني شخصياتو د حضرت عائشه صديقه (رض) په مبارك ژوند او اسلام لپاره ددې په خذماتو رڼا واچوله۔ په دې مهال الېکټرانک میډیا خصوصي پروګرامونه نشر كړل او په پرنټ ميډيا هم د خصوصي خپرونو اهتمام وكړې شو۔ دې په 17رمضان المبارک 58ھ د 67 كالو په عمر كښې دنيا څخه پرده كړې وه۔ ددې د وصيت ترمخه د دې د جنازې لمونځ نوموړي صحابي حضرت ابو هرېرہ (رض) وكړو اودا جنت البقيع كښې خاورو ته وسپارلې شوه۔
متعلقہ مضامین
-
SC releases detailed judgement in Nasla Tower case
-
Lahore court issues bailable arrest warrants of Shahbaz Gill
-
Governor, Mayor Istanbul agree to declare Karachi, Istanbul sister cities
-
Inter Provincial Ministerial Group vows to enhance women’s representation across party lines
-
Schools to remain close in Jhelum due to TLP rally
-
Schools to remain close in Jhelum due to TLP rally
-
HPP, WWF-P join hands for ‘Rung Do Pakistan’
-
41 top level positions lying vacant in 68 organisations
-
PRCS holds blood camp at GIKI
-
Early diagnosis a key to reducing Pakistan’s breast cancer rate: Begum Alvi
-
Banana, moringa, sesbania, aloe vera to be planted in Gwadar
-
WB estimates of poverty reduction in Pakistan result of govt’s policies: PM