لاهور 06 مئي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې د اوسني حكومت د مودې پوره كېدو نه پس به نګران حكومت راځي او د جمهوريت تر ټولو لوي جنګ به د پنجاب په خاوره كېږي٬ اولس دې د آئين حكمرانې او ووټ ته عزت وركړئ٬ زمونږ د مشن كاميابې لپاره زمونږ لاسونه مضبوط كړي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په والټن لاهور كښې اولسي غونډې او وركرز كنونشن ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع نور ليګي مشران هم موجود وو۔ خواجه سعد رفيق ووئيل چې اولس ته ښه معلومه ده چې څوك خبرې كوي او څوك كار كوي۔ كه په عمران خان كښې همت وي نو په مېدان دې مقابله وكړي۔ ده ووئيل چې مونږ د چا نه نفرت نه كوو٬ زمونږ څوك دښمن نشته او نه مونږ د چا دښمنان يو۔ د رايې اختلاف كېدے شي خو مونږ تر شين بېرغ لاندې ټول متحد يو۔ ده ووئيل چې مونږ په وخپل ټاكنې غواړو خو عمران خان دا غواړي چې يوې يوې نيمې مياشتې لپاره ټاكنې وځنډېږي۔ ده ووئيل چې د هغه د سازشونو په وجه د هېواد پرمختګ ته زيان رسېدلې۔ ده ووئيل چې د عمران خان ذكر كول وخت ضائع كول دي۔ ټاكنې رانزدې دي٬ د 21 كروړه اولس پرېكړه به بل څوك نه بلكې هغه به ئې په خپله كوي٬ِ بايد بدلون د ووټ د لارې راشي۔
متعلقہ مضامین
-
SSGC making inroads against gas theft through raids
-
IGP for strict security arrangements on Eid Milad-un-Nabi
-
Punjab sees 231 new cases of dengue fever
-
US Charge’ d’Affaires, consul general visit Wazir Khan mosque
-
Punjab sees 231 new cases of dengue fever
-
Over 2.95m women in IIOJK anemic, underweight: study
-
Over 2.95m women in IIOJK anemic, underweight: study
-
Punjab sees 231 new cases of dengue fever
-
Govt striving to transform Pakistan into Islamic welfare state: PTI
-
KP starts recruitment process for SSU CPEC police
-
Marking ‘black day’, Kashmiri body urges world powers to end India’s occupation of Kashmir
-
Shehbaz lashes out Imran Khan for skyrocketing prices of petrol and electricity