اسلام آباد 18 اپرېل(اے پي پي ) د پاكستان تحريك انصاف چئیرمېن عمران خان وئيلي دي د سېنېټ په ټاكنو كښې د ووټ خرڅونوكو غړو په ضد د اېكشن اخستو پرېكړه شوې ده٬ غړو ته به شوكاز نوټس جاري كولې شي او دوي ته به د خپل پاكوالې موقع وركولې شي ٬ د شوكاز ځواب نه وركولو په صورت به دا معامله نېب ته لېږلې شي ۔ دا خبره عمران خان د شورو په ورځ بني ګاله كښې د خبري كنفرنس په مهال وكړه ۔ ده ووئيل خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې مونږ 60 غړي لرو او د ګوند د پلټنو له مخې د سېنېټ په ټاكنو كښې زمونږ شلو غړو خپل ووټ خرڅ كړې۔ عمران خان زياته كړې چې زمونږ صوبائي غړو ته د 4 ٬ 4 كروړه روپو وړاندېز شوې ۔ ده ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كښې خپل ووټ نه خرڅونوكو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ خو خرڅونوكو ته به شوكاز نوټس جاري كولې شي٬ او دوي ته به د خپلۍ صفائې موقع وركولې شي ٬ده ووئېل د شوكاز ځواب نه وركولو په صورت به دا معامله نېب ته لېږلې شي۔ ده ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كښې د ووټ خرڅونونكي شل كسان دي او د غړو نامې هم اعلان كوٶ چې پكښې نرګس علی، دینا ناز، فوزیه بی بی ، نسیم حیات، نګینه خان، سردار ادریس، عبېد ، زاهد درانی، عبدالحق، قربان خان، امجد آپریدې، وجیهه الزمان، بابر سلیم، عارف یوسف، جاوېد نسیم ، یاسین خلیل، فېصل زمان او سمیع اللہ علي زئې شامل دي
متعلقہ مضامین
-
Eleven flights cancelled at Lahore International Airport
-
The ailing comedian Umar Sharif allowed for air travel
-
The ailing comedian Umar Sharif allowed for air travel
-
Reports about Shahbaz’s acquittal in UK court verdict are wrong: Shahzad Akber
-
‘Taliban want appointments in Afghan missions in Pakistan’
-
PPP to ‘forcefully oppose’ NAB chairman’s extension
-
Abandoning Afghanistan will lead to a meltdown: PM
-
Pak-China experts to build a better digital payment system
-
CAA prohibits unvaccinated employees to enter airports
-
‘Over 80pc premature deaths can be avoided through healthy lifestyle’
-
CAA prohibits unvaccinated employees to enter airports
-
HabibMetro, Trellis Housing Finance sign pact