اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د جے آئي ټي تفتيشي راپور څرګندېږي٬اصل حقائق كوم چې زمونږ په حق كښې كېدې شو٬د پټولو هڅه يې شوې خو هغه هم ونيول شول٬واجد ضياﺀ مونږ ته سرټيفيكېټ راكړی چې خواجه حارث درست وائي٬واجد ضياﺀ دا هم وئېلي چې نواز شريف د تنخا په اړه ده سره كوم ثبوت نشته٬په كوم تور چې ټاكل شوې وزيراعظم ويستلې كېږي٬د هغې ثبوت هم نشته نو بيا دا كيس څه دي٬دا كيس پراډ دې او د نواز شريف نه د انتقام اخستلو مقدمه ده۔د شورو په ورځ د احتساب عدالت په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې نواز شريف ووئيل چې نن تاسو عدالتي كاروائي هم ليدلې٬د جے آئي ټي تفتيشي راپور څرګندېږي٬معلومه نه ده چې جے آئي ټي دا حقائق ولې پټ كړي وو او نور څيزونه يې په خپل راپور كښې وړاندې كړي۔ده ووئيل چې د پاكستان د كروړونو په شمېر اولس نواز شريف سره دې٬نواز شريف سره مينه لري٬ځكه دا خلك نواز شريف نه شي زغملې۔ده ووئيل چې د جے آئي ټي په 6 كښې درې غړي په سياسي توګه زمونږ سخت مخالف دي او د دوي يا د دوي د كورنۍ پي ټي آئي سره تعلق دې۔د دې پوښتنې په ځواب كښې چې كه چرته خارجه وزير هم په اقامه ويستلې شي نو ستاسو غبرګون به څه وي۔نواز شريف ووئيل چې غبرګون به هغه وي كوم چې د ټول قوم غبرګون دې٬دا د پاكستاني قوم غبرګون دې۔تاسو يې پھ ورځپاڼو او ټي وي چينلو كښې وينئ
متعلقہ مضامین
-
PM Imran, Tajik president discuss Afghan situation
-
PM Imran, Tajik president discuss Afghan situation
-
Royal Saudi Navy forces arrive in Pakistan for joint drill
-
Imran ready to shake hands with Taliban, but not opposition
-
Humanitarian aid handed over to Afghan authorities
-
Humanitarian aid handed over to Afghan authorities
-
Five martyred in terrorist attack in NW
-
K-Electric policies compliant with NEPRA: spokesperson
-
Pakistan hosts 53rd World Military Shooting Championship 2021
-
Panther Tyres holds 38th annual general meeting
-
PAL organises webinar on female fiction writers
-
Sunnah to be highlighted in Juma sermons, says Ashrafi