اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د هوا بازۍ صلاحكار سردار مهتاب احمد خان وئېلي دي ايئر لائنز او اړوندې ادارې دې د اسلام آباد په نوې هوائي اډه د كارګو هينډ لينګ او نور سروسز منتقل كول او د تنصيب عمل ګړندې كړي٬ضلعي انتظاميه دې تر هوائي اډه رسنې لپاره ټرانسپورټ روټس او ايئر لائنز خپلوملازمانو له نوې هوائي اډې ته رسنې لپاره هر ډول ممكنه آسانې وركړي٬د اپرېل په 20مه نېټھ به په نوې نړيواله هوائي اډه د پروازونو تګ راتګ پیل شي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په بېنظيرنړيواله هوائي اډه د اسلام آباد د نوې هوائي اډې د آپرېشنل تيارۍ په اړه د جاج اخستنې غونډې ته د وېنا په مهال وكړی۔په غونډه كښې د ايوي اېشن سېكتر عرفان الهي ٬ د پي آئي اے چيف ايګزېكټيو آفيسر مشرف رسول سيام٬د پي آئي اے٬ايئر بلو٬سيرين ايئر لائن چارواكو هم ګډون وكړو۔غونډې ته د پي آئي اے سي اي او تفصيلي بريفنګ وركړو۔غونډې ته وئيلې شوو چې په بېنظيرنړيواله هوائي اډه به فلائيټ آپرېشن د اپرېل په 19مه نېټھ د شپې په 11 بجې 45 دقيقي بند شي او د دې نه 3 ساعته پس به د آپرېل په 20مه نېټھ سهار 3 بجې د اسلام آباد په نوې نړيواله هوائي اډه پروازونه پیل شي۔ د وزيراعظم صلاحكار سول ايوي اېشن اتهارټۍ ته هدايت وكړو چې پھ نوې هوائي اډه د پروازونو پیل كېدو نه وړاندې په قامي ورځپاڼو كښې د نوې هوائي اډې د روټس او رسنې په اړه اشتهارات جاري كړئ او په وېب پاڼه هم معلومات وركړئ
متعلقہ مضامین
-
FIA serves notice to Ali Tareen in sugar scandal probe
-
Sustainable economic growth to be ensured by achieving set targets: Farrukh
-
Covid-19 cases again ‘going up’ in Pakistan
-
FIA slaps Ali Tareen with notice
-
Rising water level in dams may ease power crisis
-
PM to visit Gwadar on July 5 to review development projects
-
Hamza has 30 days to provide money trail
-
Balochistan govt to initiate ‘KUMAK’ program worth Rs 2 bn
-
Foreign Office expresses grief over death of Pakistanis in Canada house fire
-
APHC appeals Kashmiris to observe Martyrs’ week from July 6
-
AJK President seeks quality education to fulfill challenges of new era
-
Road infrastructure under CPEC to address grievances of Balochistan: Asim