اسلام آباد 01 فروری (اے پی پی)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ماركيټ غوښتنه ترسره كولو او په بېلو ادارو كښې د پېشه ورې تربيې باوري كولو لپاره د نېشنل ووكېشنل اينډ ټېكنيكل ټريننګ كمېشن(نيوټېك)شخصي څانګې سره د خپلې همكارۍ مضبوطولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي د نيوټېك هلې ځلې پراخا كولو لپاره دې ترلاسه وسائلو او بنيادي اډانې څخه بشپړه استفاده وكړې شي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ وزيراعظم آفس كښې د نيوټېك په اړه بريفنګ په مهال وكړه۔د تعليم دوهم وزير بليغ الرحمان٬ سېكتر عامر اشرف خواجه٬ د نيوټېك اي ډي ذوالفقار احمد چيمه او نور چارواكي هم پھ دې موقع موجود وو۔ اي ډي ذوالفقار علي چيمه وزيراعظم ځوانانو لپاره د اعلٰی معيار پېشه ورې تربيې او دوي هنرمنده جوړولو له د خپلې ادارې كردار او چارو په اړه خبر كړو۔ده وزيراعظم ته ووئيل د كمېشن پرله پسې هڅو په نتيجه كښې د كال 18-2017 په مهال د تربيې ترلاسه كوونكو كسانو شمېره زياته شوې۔ دا مهال نزدې 100 زره ځوانانو له د ماركيټ طلب او نور رجحاناتو ترمخه بېلو پېشو كښې تربيه وركولې شي۔ ده د سي پېك منصوبې څخه وروستو د روزګار رامخې ته شوې نوو موقعو د راروانو منصوبو پھ اړھ هم وزيراعظم خبر كړو۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د صلاحيت لرونكې كسان په افرادي قوت بدلولو له د نيوټېك د هڅو ستائنه كولو سره د نيوټېك هلې ځلې پراخا كولو مقصد لپاره د مېشته وسائلو او بنيادي اډانې څخه د بشپړه استفادې كولو په حاجت زور راوړو دغسې چې زياتو نه زيات ځوانان پھ خاص توګه د وزيراعظم يوته سكيلز ډوېلپمنټ پروګرام تر سيوري لاندې آسانيو څخه ګټھ پورته كړې شي۔وزيراعظم په نيوټېك زور راوړو چې هغه دې شخصي څانګې سره خپله شراكتداري لا مضبوطه كړي دغسې چې د ماركيټ طلب ترسره شي او د ګرد هېواد بېلو ادارو كښې معياري پېشه وره تربيه باوري كړی شي
متعلقہ مضامین
-
LHC annoyed over NAB for failing to submit reply
-
Russia and Pakistan key stakeholders in Afghan peace: envoy
-
“US is very serious in troops withdrawal”: Taliban chief negotiator
-
PPP ready for ‘long march’ to protect 18th Amend: Bilawal
-
LHC annoyed over NAB for failing to submit reply
-
Zardari disqualification petition: political fights should be fought in parliament: IHC
-
Gunmen kill nine in attack on police station in Loralai
-
South Asia challenges to grow in 2019 due to India, Afghanistan elections: US
-
South Asia challenges to grow in 2019 due to India, Afghanistan elections: US
-
Sahiwal encounter illegal
-
Saudi crown prince to visit Pakistan; $14b investment expected
-
Constructions in H-17, zone-1 violating ICT By-Laws