لاهور۔19مئی(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې كرغزستان سره د ورورولۍ اړيكې لرؤ ٬ بشكيك پيښه د غلط فهمۍ نتيجه ده سياسي پوائنټ سكورنګ لپاره په سوشل ميډيا بې بنسټه خبرونه خپرولې شي ٬ يوازې پاكستاني نه بلكې د نورو هيوادونو زده كوؤنكي هم په نښه كړې شول ٬ د وګړو حفاظت د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ پېښې څخه فوري وروستو خارجه وزارت كښې مو اېمرجنسي يونټ فعال كړو٬ وزيراعظم شهباز شريف دې معاملې ته په خپله پام كوي٬ حالات اوس معمول ته راغلي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په ماډل ټاؤن كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د اطلاعاتو او خپرنو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير امير مقام هم موجود وو۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل چې په كرغزستان كښې رامخې ته شوې د تشدد پېښه د افسوس وړ ده٬ حكومت به په دې سخت وخت كښې ځپلي يوازې نه پرېږدي٬ ژوبل شويو پاكستاني زده كوؤنكو لپاره د درملنو آسانۍ باوري كولې شي٬ د پاك پروردګار شكر دے چې زده كوؤنكي ټول محفوظ دي۔ ده ووئيل بشكيك پيښه د غلط فهمۍ نتيجه ده سياسي پوائنټ سكورنګ لپاره په سوشل ميډيا بې بنسټه خبرونه خپرولې شي ٬ يوازې پاكستاني نه بلكې د هند ٬ بنګله دېش او عرب هېوادونو زده كوؤنكي هم په نښه كړې شول۔ د پېښې رامخې ته كېدو څخه سمدستي وروستو مو په خارجه وزارت كښې اېمرجنسي يونټ فعال كړو۔ ده ووئيل د وزيراعظم په شمول ټوله حكومتي مشينري دې معاملې ته ګوري۔ د كرغزستان سفير په رخصتۍ وو د هغه دوهم سفير د مونږ ته د خالي په ورځ د پېښې په اړه ووئيل۔ د ووئيل حكومت په دې معامله كښې كرغزستان سره په رابطه كښې دے۔ اسحاق ډار ووئيل ټول 16 بهرني زده كوؤنكي ژوبل شول په كومو كښې چې 6 پاكستاني دي ٬ په درې بېلو روغتونونو كښې د دوئي درملنې روانې دي۔ په دې پېښه كښې د پاك پروردګار شكر دے څوك مړه شوې نه دي۔ د يو سياسي ګوند لخوا په سوشل ميډيا ناسمه خبرونه خپرولې شي كومه چې د شرم وړ خبره ده۔ د بنګله دېش د يو زده كوؤنكي عكس ښودلو سره وئيلي شوي چې دا پاكستانې زده كوؤنكے دے۔ بيا ووئيلې شوو چې كومې زده كوؤنكې سره كوم زياتې شوې دې٬ دا صورتحال بايد پوائنټ سكورنګ لپاره و نه كارولې شي۔ د كرغزستان حكومت وئيلي چې د زور زياتي معاملې په اړه خبرونه هېڅ صداقت نه لري۔ ده ووئيل كرغزستان سره د ورورولۍ ښې اړيكې دي ‘ زما د بشكيك خارجه وزير سره خبرې شوي دي اوس دغلته حالات معمول ته راغلي دي۔ د کرغزستان زده كوؤنكو د خېر سګالۍ په توګه د ژوبل شويو زده كوؤنكو عيادت كړے دے بياهم د كرغزستان حكومت د احتياط په توګه امنيت ټينګ كړے دے۔ د کرغزستان حکومت په خواست د دورې نه كولو پرېكړه شوې ده۔ كه بيا ضرورت شو نو پلاوې به ولېږلې شي ٬ بياهم د خارجه دفتر دوه افسران تېره ورځ بشكيك ته روان كړې شوي دي۔ ده ووئيل د سفارتخانې د لارې مو زده كوؤنكو او د دوئي مور پلار سره پرله پسې رابطه ساتلې ده۔ كوم زده كوؤنكي چې بېرته راتلل غواړي هغوي سره مرسته كولې شي۔ هېلپ لائن موجود دے د كوم د لارې چې معلومات ترلاسه كېدې شي۔ ټول 130 پاكستانيان بېرته راغلې دي او د 50 نه د زياتو نورو زده كوؤنكو انټري شوې ده۔ 540 زده كوؤنكي به د كمرشل فلائټس د لارې نن هېواد ته راورسي۔ دغسې د ایئر فورس يو فلائيټ به بشكيك ته لېږلې شي۔ مونږ به پخپله ايئرپورټ ته تللو سره زده كوؤنكو ته هركلے وايؤ۔ نائب وزیراعظم ووئيل پاكستان په نړيواله كچه تنهايۍ سره مخ وو٬ د وزيراعظم شهباز شريف حكمت عملۍ سره مونږ په نړۍ كښې د خپل امېج په بحالولو كښې كامياب شوي يؤ٬ اوس په سفارتي اړيكو كښې بهتري رامخې ته شوې ده۔ ده ووئيل مونږ له به د ميډيكل ادارو شمېره زياتول وي۔ په دې موقعه خپل خطاب كښې وفاقی وزیر امیر مقام ووئيل په كومه ورځ چې دا پېښه رامخې ته شوه مونږ كرغزستان حكومت سره په تماس كښې پاتې شوو۔ ده ووئيل په جذباتو كښې د راتللو په ځايې دې حقائقو ته پام وكړے شي۔ ده ووئيل حكومت د ځپليو هره ممكنه مرسته كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Constable held for gender discrimination
-
HEC chairman for solution-oriented research
-
Constable held for gender discrimination
-
HEC chairman for solution-oriented research
-
Admin issues alert for possible low-level flood in Chenab
-
HEC chairman for solution-oriented research
-
HEC chairman for solution-oriented research
-
Pakistan, China can promote tea production through joint ventures: experts
-
Meeting mulls way to tackle fake news
-
Alvi accepts GB governor’s resignation
-
Blast in Jacobabad kills one, injures at least eight
-
Heavy pre-Monsoon rain spells to improve aquatic life of Rawal Dam