اسلام آباد 13مئی (اے پي پي) د آزاد جمو او کشمیر وزیراعظم چوهدری انوارالحق وئيلي دي چې د پاکستان حکومت آزاد کشمیر كښې د عوامی ایکشن کمېټۍ مطالبات منظور كړې دي دې نه پس د خوراك او برېښنا بيعو كښې د کمی کولو نوټیفکیشنز جاری كړې شوې دي، د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ كښې اسلام آباد كښې بيړنۍ غونډه شوې چې پكښې ټولو سټیك هولډرز ګډون كړې، په دې موقع وزیراعظم شهباز شریف د آزاد کشمیر اولس سره د بے كچې ميني څرګندونه كولو سره د برېښنا او فوډ سبسډی په اړه منظوری وركړې ده۔ ده د ګل په ورځ پرېس کنفرنس ته وينا كښې ووئيل د تيرو څلورو ورځو راهسې د برېښنا او اوړو سبسډی په اړه د عوامی ایکشن کمېټۍ پلیټ فارم څخه اولس خپلې هلې ځلې ريكارډ كړې دي،اوس دوه داسې مطالبې دي چې ارزانه ډوډۍ او آرزانه برېښنا د كوم څخه چې څوك هم انکار نه شي كولې۔ده ووئيل دې څخه وړاندې د آزاد کشمیر اولس هم دغه مقدمه ما د پاکستان سېنېټ عبوری حکومت ته وړاندې كړې وه،د مسئلې حل كولو له تيره ورځ صدر پاکستان آصف علی زرداری د پیپلز ګوند پارلیمانی غړي ایوان صدر ته رابللې ؤ او د مسئلې په اړه ئې خبرتيا ترلاسه كړې وه،په دې د هغه مننه كوو چې هغه د وفاقی حکومت سره د خبرې كولو باور راكړې ؤ۔دې نه ځانله وزیراعظم شهباز شریف د بشپړه يووالي څرګندونه كړې او باور ئې راكړې چې راروانو 24 ساعتونو كښې به ټول سټیك هولډرز اسلام آباد كښې كېښني او مسئله به حل کړي،معاملاتو ته به احتیاط سره كتلې شي،اوس د ډير احتیاط سره دا مسئله حل کړې شوې ده،ټولو سټیك هولډرز اتفاق کړې،خپلو خرڅونو كښې به كمې راوستلې شي، د آزاد کشمیر اولس احتجاج منلو سره مطلوبه رقم وركړے شوے دے۔ ده ووئيل هائیډرو پاورپراجیکټ معامله به هم ترسره شي،د نن نوټیفکیشن په سمدستي توګه لاګو کړې شوې، د عوامی ایکشن کمېټۍ ټول مطالبات منظور کړې شوې دي ،اوس هلته امن بحال شوې دے
متعلقہ مضامین
-
Govt taking keen interest in resettlement through artificial rains in Cholistan: Baligh
-
PM Shehbaz to host dinner for coalition parties’ lawmakers tonight
-
Nepra raises electricity rate by Rs7.90
-
Imran asks workers to roll up sleeves for Lahore by-polls
-
Punjab Assembly brawl case: Court confirms interim bail to PTI leaders
-
Six-year-old Pakistani kid successfully treated for brainstem tumor in China
-
Violence mars first phase of Sindh LG polls; two killed
-
Nepra raises electricity rate by Rs7.90
-
US dollar loses ground against Pakistani rupee
-
US dollar loses ground against Pakistani rupee
-
PTI ready to discuss framework for next elections: Fawad
-
LHC orders ECP for issuance of notification of reserved seats