بنجول 03 مئی (اے پي پي) نائب وزیراعظم اور خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د ګیمبیا بنجول ښار كښې كيدونكې د اسلامی مرستې تنظيم او ائي سي د شر مشريزې غونډې لپاره د خارجه وزيرانو تیارۍ لپاره غونډه كښې ګډون وكړو۔ د جمعې په ورځ خارجه دفتر له مخې سږ كال د مشرانو غوندې سرخط’’كوټلې پرمختګ لپاره د خبرو اترو د لارې اتحاد او يووالے زياتول ‘‘ دے۔ د غونډې په مهال پاکستان په متفقه توګه د او آئی سی 15مې شر مشريزې غوندې لپاره د خارجه و زيرانو د بیورو تیارۍ غونډې نائب صدر وټاكلے شو۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير په دې موقع په خپل خطاب کښې د ګیمبیا خارجه وزير ممداؤ تنګارا له د سېشن او د 15مې سر مشريزې غونډي مشري په سنبھالولو مبارکي وركړه او د سعودی عرب موده پوره كونكې مشر کردار ئې وستائېلو ۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير د غزه اولس په ضد د اسرائیل جنګ په وجه د تيرو څو مياشتو راهسې د غزه د اولس روانه نسل کشی او په غذائی كمي د پاکستان اندېښنه ښكاره كړه۔د تیارۍ غونډي په مهال د او آئي سي خارجه وزيرانو سینئر آفیشلز میټنګ (ایس او ایم) رپورټ منظوري او مختلف دستاویزات ته حتمي شکل وركړے شو چې پكښې د فلسطین مسئله ، د او آئي سي د سر مشريزې غوندې حتمی اعلامیه او بنجول اعلامیه شامله ده۔
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
In Spain, hugs and sea air for Covid ICU survivor
-
Security forces kill eight militants in North Waziristan
-
Security forces kill eight militants in North Waziristan
-
PTI supporters, PML-N leaders come to blows outside Parliament House
-
UN bashes Iran’s deadly crackdown on Balochistan oil smugglers
-
Covid-19 claims 2 more patients, infects 189 others
-
A Woman of Great Substance
-
CM unhappy with south Punjab secretaries’ performance
-
CM unhappy with south Punjab secretaries’ performance
-
ECP seeks evidence of vote buying from MPA
-
PM got vote of confidence in NA ‘through coercion’